نړۍ

د مصر د کورنيو چارو وزير: که ټاکنې وکړو، اخوان المسلمين يې ګټي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳مه، ۱۳۹۳ل): د مصر د کورنيو چارو وزير جنرال محمد ابراهيم ويلي، که مصر کې ټاکنې وشي، نو اخوان المسلمين يې ګټي.

جنرال ابراهيم د مصر لومړي وزير انجينر ابراهيم محلب، د کابينې غړو او ژورناليستانو سره په يوه غونډه کې وويل، که دوی مصر کې پارلماني ټاکنې اعلان کړي، نو اخوان المسلمين يې ګټي؛ ځکه چې نن سبا مصر کې اخوان المسلمين د مصر تر ټولو غښلی او ولسي ګوند دی.

د مصر د کورنيو چارو وزير وويل، چې دوی به پرې نه ږدي، چې اخوان المسلمين يو ځل بيا واک ته ورسيږي؛ ځکه چې اخوان المسلمين يو ترهګر او اورپکی ګوند دی او ده سره داسې فلمونه او اسناد شته، چې اخوان المسلمين پکې پر خلکو ظلمونه او تېري کوي.

د رسنيو استازو د مصر د کورنيو چارو زير څخه وغوښتل، چې دی بايد دغه اسناد او فلمونه رسنيو ته وسپاري، تر څو يې ولس او نړۍ ته وښيي، مګر جنرال ابراهيم د خبريالانو د خبرې له منلو انکار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۱۳م کال د جولايي په ۳مه نېټه د مصري پوځ پخواني سرلښکر فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي د يو شمېر سيمه ييزو هېوادونو په مرسته پر ټاکل شوي اسلامپال ولسمشر دکتور محمد مرسي پوځي کودتا وکړه او د محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمين اوله، دوهم او درېيمه درجه مشران يې زندانونو کې واچول او يو شمېر يې ووژل.

له پوځي کودتا وروسته د مصر ګوټ ګوټ کې د پوځي کودتا پر ضد او ولسي حکومت پر ملاتړ سوله ييزې مظاهرې پيل شوې او پوځي چارواکو زرګونو مظاهره چيان ووژل او دغسې زرګونو نور يې ټپيان کړل، چې دغه لړۍ تر اوسه روانه ده.

له پوځي کودتا وروسته د کودتايي رژيم مشر جنرال سيسي اخوان المسلمين ترهګر ګوند اعلان کړ او مصر کې يې د اخوان پر هر ډول فعاليتونو بنديز لګولی دی.

عربي او لويديځو رسنيو په خپلو مستندو راپورونو کې ويلي، چې دغه پوځي کودتا د امريکا او اسراييلو په ګډون د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مرسته تر سره شوې او سعودي ټولواک امير عبدالله جنرال سيسي ته ميليونونه ډالر ورکړي وه، چې د ټاکل شوي ولسمشر مرسي پر ضد پوځي کودتا وکړي.

له هغې وروسته د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان حکومت هم اخوان المسلمين ترورست ګوند اعلان کړ او خپلو هېوادونو کې يې د اخوان پر هر ډول سياسي او ټولنيزو فعاليتونو بنديز ولګاو.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې سعودي عربستان او اماراتو ځکه د مرسي حکومت په ړنګولو کې مرسته وکړه، چې مرسي د فلسطين په ګډون د سيمې او د مصر کورنيو چارو لپاره قوي ستراتيژي درلوده او که نوموړی په واک کې پاتې وای، نو د سيمې ولسونو به له خپلو چارواکو غوښتنه کړې وای، چې د مرسي په څېر چارواکي او حکومت غواړي.

مصري چارواکو د اخوان المسلمين جګپوړي يو شمېر مشران په ټول عمر بند او يو شمېر په اعدام محکوم کړي، مګر د اخوان المسلمين مشران او غړي وايي، چې دوی به د خپل مشروع حق د غوښتنو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي او د پرېکړې دوی له خپل هوډه نه شي راګرځولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x