نظــر

ترکیه ولې په خړو اوبو ورگډېږي؟

لیکوال:عرفان الله لمر شرفزی

د ترکیې اوسنی له کور دباندې سیاست تر ډېره محتاطانه دی او نه غواړي، چې له هېواد دباندې په نظامي قضیو کې ځان ورگډ کړي؛ یوازې په ناټو کې گډون د ترکیې پښه کله کله له کور دباندې په نظامي برخه کې ښکېل کړې. دا دریځ یې له دې امله غوره کړی، ځکه ترکیه نه غواړي د بهرنۍ نړۍ په مسایلو کې د دخالت له امله کورنی ثبات له گواښ سره مخ کړي.

خو په عراق او سوریه کې د “اسلامي دولت” پر وړاندې د امریکا په مشرۍ له ایتلاف سره د ترکیې یوځای کیدل هغه څه دي، چې د ترکیې په بهرني او کورني ثبات کې ټکانونه را پیداکولی شي او په اسلامي نړۍ کې د ترکیې اعتبار ته د “خو” گوته متوجې کوي.

که څه هم د “اسلامي دولت” پر وړاندې د جنگیدونکي یاد ایتلاف د رامنځ ته کیدو په شپو کې ترکیې له ایتلاف سره له یوځای کیدو نټه وکړه، خو څو شپې وروسته یې له ایبلاف سره په لوژیستیکي برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او په دې وروستیو کې یې د سوریې پولې ته نېږدې خپل هوایي ډگر د یاد ایتلاف په واک کې ورکړ او د یاد ایتلاف ځینې نورې غوښتنې یې هم ومنلې.

په دې شپو کې د امریکا په ټینگار د عراق کوردانو ته له خپلې خاورې سوریې ته د ۲۰۰ جنگیالیو د تگ اجازې د ترکیې پښه نوره هم له کور دباندې بنده کړه او سر له اوسه د ترکیې لپاره د سرخوږي څرک ترې را څرگندېږي.

ترکیه په اسلامي نړۍ کې د خپل اعتبار د پیاوړي کولو لپاره هڅه کوي، چې د مسلمانانو د ډېری گوندونو او جنگیالیو په اړه خپل نظر مثبت او په نړۍ کې د ۱۷م اقتصادي هېواد په توگه خپل سیاسي او نظامي ځواک پیاوړی وښیي؛ همدې ته په پام یې ځکه لومړی د اسلامي دولت په اړه دریځ تقریباً مثبت و او داسې فکر یې کاوه، چې اسلامي دولت به د حماس په څېر د خپلو کړنو دایره تر خپلې خاورې محدوده وساتي، خو کله چې اسلامي دولت د خپلو کړنو دایره ټوله نړۍ وښوده او د سوریې په خاوره کې یې د ترکیې د سرحد پر لور پرمختگ وکړ او د کوباني د ښار ډېری سیمې یې لاندې کړې، نو ترکیې له اسلامي دولت څخه ځان ته د گواښ له رامنځ ته کیدو نه مخکې هغه گامونه پورته کول پیل کړل، چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په ملگرتیا کې خپل امنیت خوندي ویني. خو ښایي پایله یې د ترکیې د ارزونې پر خلاف راوخېژي.

په خپله خاوره د سوریې خاورې ته د کردي “پېش مرگه” جنگیالیو د ورتگ اجازه د ترکیې له څرگندونو ښکاري، چې د خوښې کار یې نه دی، خو له رجب طیب اردوغان څخه د امریکا د ولسمشر په ټلیفوني غوښنته اردوغان څو تنو قانونپوهانو ته دنده ورکړه، چې په دې اړه محتاطانه لار راوباسي او ددې محتاطانه لارې پایله دا شوه، چې د سوریې کوردانو ته یې د عراق د پېش مرگه ۲۰۰ جنگیالیو ته اجازه ورکړه، چې د دوی په خاوره له اسلامي دولت سره د جگړې لپاره د کوباني ښار ته ورتېر شي.

ترکیه په کور دننه د کوردانو له کمونستي سازمان “PKK” سره له تېرو ۳۵ کلونو راپدېخوا تر تېرو دوه کلونو پورې په جگړه بوخته وه او اوس هم په خپلو کې له یو څه پخلاینې سره سره ترکیې ته گواښ گڼل کېږي. د “PKK” د سازمان مشر “عبدالله اوجالان” له تېرو ۱۵ کلونو راپدېخوا له ترکیې سره بندي دی او تر بحر لاندې په زندان کې ساتل کېږي؛ له همدې امله هم د عراق، سوریې او د ایران کوردان ځان د ترکیې له کوردانو سره خواخوږي گڼي.

عبدالله اوجالان دوه کاله مخکې له زندانه په یو لیک کې خپلو جنگیالیو ته سپارښتنه وکړه، چې له ترکیې د عراق شمال ته د “پېش مرگه” مرستې ته ورشي او هلته کوردان پیاوړي کړي. د اوجالان دغه سپارښتنه ددې ښکارندوی ده، چې د ترکیې او عراق کوردان په خپلو کې نېږدې دي او د عراق کوردان هم یو وخت د ترکیې لپاره گواښ گرځیدای شي؛ که څه هم اوس یې ترکیه د ځان لپاره گواښ نه بولي.

ترکیه په کور دننه د “PKK” له کوردانو سره د پرلپسې شخړو له امله د سوریې کوردان “حزب دیموکرات کردستان” کټ مټ د ځان لپاره گواښ گڼي، خو د امریکا په غوښتنه یې د خپل دې دښمن د لاسنیوي لپاره بالاخره د عراق کوردانو ته اجازه ورکړه، چې د دوی له خاورې ورتېر شي.

د اسلامي دولت پر وړاندې د ترکیې وروستيو اقداماتو او دریځ جدي بدلون ځکه وکړ، چې له یو لوري یې خپلې خاورې ته گواښ متوجې ولید او له بل لوري یې د امریکا پرلپسې غوښتنه رد نه کړای شوه.

د امریکا په غوښتنه د اسلامي دولت پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف لوژيستیکي مرسته، د سوریې پولې ته نېږدې په خپله خاوره کې د اسلامي دولت پر وړاندې هوایي ډگر د ایتلاف په واک کې ورکول او د خپلو دښمنو کردانو لپاره د مرستې لاره برابرول هغه څه دي، چې ترکیه په خړو اوبو ورگډوي او تر شا یې د ترکیې د گټو پر ځای تر ډېره د امریکا نظامي او سیاسي گټې ساتل کېږي.
له ایتلاف سره د ترکیې یوځای کیدل که یو لوري ته ترکیه نن د اسلامي دولت د جنگیالیو له گواښ څخه ژغوري، خو بل لوري ته د کوردانو په منسجم کولو کې د ترکیې رول د سبا لپاره ترکیه د انزوا په لور ورټېل وهي او د ترکیې د پرمختگ په مخ کې د بهرنۍ نړۍ د خنډونو اچولو ته تحقق ورکولی شي.

له یو لوري له خپلو دښمنو کردانو څخه د دفاع لاره برابرول او له بل لوري ورسره جنگیدل د ترکیې لپاره په راتلونکي کې غندونکی ټکی دی، ځکه که ترکیه غواړي په خپله خاوره کې د PKK د گوند کوردان وځپي او د سوریې په خاوره کې د همدوی ملگري کوردان حمایه کړي؛ نو خامخا به د سبا لپاره ځان ته ستر سرخوږی وزېږوي او د سوریې له خاورې به د اسلامي دولت پر ځای د کوردانو له جدي گواښ سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x