افغانستان

دکندهار د والی مرستیال په یوه چاودنه کې ووژل شو- اپډیټ

latef_ashna_kandahar

دکندهار مرستيال والي نن دطالب وسله والو په بريد کې ووژل شو.

دتفصيلاتو ترمخه دکندهار د والي مرستيال ښاغلی عبداللطيف آشنا نن سهار له خپله کوره دفتر ته روان وو چې دښار په څنډه کې ورباندي يو فدايي بريد وشو.

دبريد په ترڅ کې ښاغلی آشنا په ټکي ووژل شو او دهغه دری تنه ساتونکي په بد بد ډول ټپيان شول.

دښاغلي آشنا وياند رسنيو ته وويل چې ځانمرګی پر موټرسايکل سپور وو اوکله چې دښاغلي آشنا دګاډو کاروان دهغه څنګ ته ورسيد نو هغه خپل ځان وچود. دنوموړي په وينا دمرستيال والي ګاډی بيخي له منځه وړل شوی او دآشنا د وژني ترڅنګ دهغه دری تنه ساتونکي ټپيان شویدي.

وسله والو طالبانو ددغې وژني پړه په غاړه اخستي ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يو ليږلي ټليفوني پيغام کې منلې ده چې ښاغلی آشنا دوي وژلی دی. دنوموړي د وینا له مخې له آشنا سره دهغه دری ساتونکي او ډريور هم وژل شويدي.

امريکاي سفير کارل ايکن بري چې دامهال دکندهار په ليدنه بوخت دی خبريالانو ته پدې اړه وويل چې دا خورا دانديښنې ځای دی چې افغان حکومت خپل تکړه چارواکي ورځ په ورځ دوسله والو په بريدونو کې له لاسه ورکوي.

هيره دي نه وي چې ناټو او امريکاي ځواکونو په وروستيو وختونو کې دکندهار په بيلابيلو سيمو کې دطالب جنګياليو پرخلاف پراخه عمليات پيل کړي وو او څرګنده کړي يې وه چې په سيمه کې يې نه يواځې داچې دطالبانو زور اوبه کړی بلکې دهغوي دبيا ټوليدني ځواک يې هم له منځه وړی دی.

ناټو ځواکونو په دغو عملياتو کې په ارغنداب کې د ترکو کلاچې ترڅنګ ګڼ نور ګڼ ميشته کلي داسې بمبار کړي چې هغوي دځمکې له نقشې هم ايستلي د ي.

خو ددې ټولو عملياتو او دهغو دبرياليتوب د ادعاګانو ترمنځ دکندهار دنن ورځي ښيي چې دولت لاهم دطالبانو پر وړاندي له کمزوري دريځه برخمن دی او داچې د ناټو او امريکايانو له لوري دکندهار دعملياتو دبرياليتوب ادعاوي هم ددا ډول بريدونو له لاري ترپوښتني لاندي راغلي دي.

د عبد اللطیف اشنا لنډه پیژدنه:

عبد الطیف اشنا د کندهار په ښار کې پیدا سوی، دلوړو زده کړودرلودنکي شخص وو.

نوموړي دحامد کرزی په اداره کې په څو کلیدي پوستنو کې دنده ترسره کړې، په ۲۰۰۵ کال کې پارلماني انتخاباتوته له کندهار ولایت نه کاندید شو خو دکمو رایو په درلودلو سره ناکام شو، تر دې وړاندی نوموړي دکندهار پوهنتون دانجینري فاکولتې درئیس په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وروسته دافغان دولت له لوری د کلیو او پراختیا درییس په توګه وټاکل شو.

پر نوموړي تردې وړاندي هم په ۲۰۰۹ کې دطالبانو له لوری یو فدایی برید ترسره شو چې هغه مهال نوموړی ژوندی پاته شو او څو تنه لوړپوری چارواکي یې په برید کې وژل شوي وو.

عبداللطیف اشنا اوس مهال دکندهار دوالي دمرستیال په توګه دنده ترسره کوله، ویل کیږی چې نوموړی دکندهار په اداره کې یو فعال او پور کار کس وو.

خبر: احمد بریال

اپډیټ: ذبیح الله صدیقي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x