fbpx

د امریکا له موقتي جنته د شړل شویو داستان

نښتر، کالم: د وخت د لوی دجال (د امریکا متحده ایالاتو) له خوا تیارشوی جنت! ډیر ښایسته دی، خپلو پلويانو ته یې موقتاً په اخلاص د هغه دروازې پرانستې دي او هغوی د خپل بادار په جنت کې دومره مست او پست ګرځیدلې دي چې د الله په رښتیني او تلپاته جنت او د الله په پاکو او سپیڅلیو بندګانو پوري ملنډې وهي تاسو به د دوی له خولو او قلمونو د الله په دین پورې ګڼ شمیر سپکې خبرې اوریدلې او لوستلې وي، دا کار تصادفي او هسي د یوه بل کس خبره نده دا د لوی دجال غوښتنه ده هغوی چې چا ته خپل جنت ورکوي په هغوی خامخا ځانګړې کارونه او دندې ږدي د امریکایي جنت اوسیدونکو لنډ پایه او کم مزده مزدورانو ته مي د امریکایانو له لنډمهاله جنته د شړل شویو کسانو څو بیلګې تیارې کړې دي، دا له نږدې او معاصر تاریخ نه د امريکايي لنډمهاله جنت د څو نامراده اوسیدونکو داستانونه دي، په لنډه توګه یې دلته را اخلم، په دې سره به دا خبره روښانه شي چې د وخت د لوی دجال امریکا جنت څو شپې او بیخي لنډ وخته ده که یې نه منئ دا لاندي بیلګې په غور سره ولولئ، لومړی د ګاونډي ایران رضاشا پهلوي را اخلو.

په کال 1953 م کې د cia سازش کامیاب شو د ایران د لومړي وزیر مصدق حکومت ختم شو او واک رضا شا پهلوي ته وسپارل شو، رضاشاه ایران د لویدیځ په مخ پرانست او ټول ایران د لویدیځ په رنګ رنګین شو، شرټ او پتلون دولتي جامه شوه، انګلیسي دفتري ژبه وګرځېدله، شرابخانو او نڅاځایونو ته اجازه ورکړل شوه، په بندر عباس کې د غربي مصنوعاتو ټیکس معاف شو، او ایراني بازارونه له امریکایي او غربي مصنوعاتو ډک شول. د غربي تمدن او زده کړو وده او هڅونه پیل شوه، په قم کې د کليفورنيا پوهننتون خپله لومړنۍ باندنۍ څانګه پرانستله، تهران د cia سیمېز مرکز وګرځیده هغه مهال د cia په دې دفتر کې 12000 کارمندانو کار کاوه، رضاشا پهلوي د امريکا په جوپړ کې دومره مخلص و چې په هیواد کې د امریکا هر مخالف یې د ځان دښمن باله.

د ایران دیموکرات ولسمشر احمد رضا شاه پهلوي

د ایران دیموکرات ولسمشر احمد رضا شاه پهلوي

د رضاشا پهلوي د سیکرټریټ ځانګړې استخبارتي شبکه “ساواک ” دنده هم دا وه چې په هیواد کې د امریکا، برتانیه او شا د مخالفینو پلټنه وکړي او هغوی له منځه یوسي، ساواک لکه د کمونیستانو د دورې خاد داسي وه چې له ډاره به یې چا پخپل کور کې په تنهایي کې هم خبرې نشوي کولې ځکه ویل کیدل: دیوار موش داره و موش ګوش داره. رضاشا شوروي اتحاد خپل دښمن باله ځکه هغه د امریکا دښمن و، د کمونیزم او کمونیستانو پر خلاف یې خپل ټول ځواکونه تیارسئ کړي وو، او خپلو ځواکونو ته یې دالارښوونه هم کړې وه چې که شا نه وي یا له هغه سره اړیکه نشوي نیول کیدلی باید مستقیما له پینټاګون سره اړیکه ونیسي او له هغه ځایه هدایات ترلاسه کړي. ایراني شا له مذهبي مشرانو او علماو هم ویریدی ځکه به یې هر وخت په جوماتونو او مدرسو چاپې وهلې او هغوی به یې نیول او کړول، د رضاشا پهلوي پر خلاف دا ټولې ستونزې او نفرتونه ورو ورو سره یو ځای کیدل بلاخر کال 1979م راورسید.

په ایران کې انقلاب راغی شا له واکه ګوښه شو او له خپلې کورنۍ سره په تېښته بریالی شو، شا فکر کاوه چې د لویدیځ د دې مخلصانه چوپړ په بدل کې به ټولې نړۍ ده ته غیږه پرانستې وي، په کوم هیواد کې چې وغواړي هلته به خپله الوتکه ښکته کړي او د شاهانو په څېر پروتوکول به یې نصیب شي په امریکا کې به یې ګرم استقبال او تود هرکلی وشي او په لنډ وخت کې به په امریکایي ټانکونو سپور بېرته ایران ته ستون شي، خو د شا دا شیرین خوبونه هغه وخت په اوبو لاهو شول چې کله د ایران له حدودو ووت د امریکا په شمول ټوله نړۍ ورته پردۍ شوه، څه د پاسه یو کال یې په دوسته نړۍ! کې چکرې ووهلې خو یوه هیواد هم پنا ور نکړه.

امریکا د ده بانکي حساب وتاړه، او په ډیره بې رحمي یې امریکا ته د ننوتلو عریضه هم په مخ ور وويستله، د امریکا دا زوړ نازولی رضاشاپهلوي ناروغ شو غوښتل یې په امریکایي ډاکټرانو ځان وګوري او علاج یې وکړي خو د امريکې حکومت دا اجازه هم ورنکړه، د شا د چوپړ بدلې ته نور هم ځیر شئ، په میکسیکو کې یې د بډوګو اپریشن کاوه ډاکټرانو د بیهوشي ستن ورکوله ده انکار وکړ ځکه دی ویریدی د cia جاسوسان به یې ووژني او بې له بېهوشي یې اپریشن وکړ! بلاخر رضاشا پهلوي په کال 1980م په قاهره کې په داسي حال کې ومړ چې یوه میرمن یې په خونه کې ورسره وه، څو شپې یې په قاهره کې په همدې خونه کې مړی پروت و او داسي هیواد نه پیدا کیده چې د قبر له پاره دوه ګزه ځمکه ورکړي اخیر یې ښځه مجبوره شوه په هغه کرایه خونه کې یې امانت دفن کړ او دا له امريکايي جنته شړل شوی نازولی اوس هم په کرایه قبر کې پرت دی.

…نور بیا

نښتر، د استاد نعمان منلي کالم، نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د