افغانستان

افغانستان نورکانونه داوطلبی ته وړاندی کوی

cold_mines_in_afghanistanافغان حکومت وایی چه په راتلونکی لمریزکال کی به نژدی لس بیلابیلی ترځمکه لاندی
لویی کانی زیرمی اوکانونه داوطلبی یابولی ته وړاندی کړی.
اړونده چارواکی وایی چه په دغوکانونو کی دسروزرو، تیلو اومسو زیرمی شاملی دی دکانونو وزارت وایی د دغو او نورو کانونو په فعالیدو سره به افغانستان ۱۵ کاله وروسته هرکال له کانی زیرموڅخه دری نیم میلیارده عواید ترلاسه کوی.

دکانونو دچارو اړونده مسئولین وایی افغانستان ترځمکه لاندی هغه کانی توکی پریمانه لری چه دامهال پرمختللی اونوی مخ پروده هیوادونه ورته زیات ضرورت لری.
خودسړک اوبریښنا په څیر بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی هغه څه دی چی دکانی زیرمو ویستل یی ځنډنی کړی اوپانګوال هم په دغه برخه کی په لیوالتیا پانګونی ته زړه نه ښه کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x