
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳مه، ۱۳۹۳ل): مصري رسنۍ وايي چې قطر له خپلې خاورې څخه د اخوان المسلمین د مشرانو د ایستلو پریکړه بیرته اخیستې او زیاتوي چې یو شمیر اخواني مشران بیرته دغه هیواد ته ورګرځیدلي.
د «المصري الیوم» ورځپاڼې اخوان المسلمین ته د نږدې سرچینو له قوله خبر ورکړی چې قطر له خپل هغه تصمیم څخه بیرته ګرځیدلی چې څو اونۍ وړاندې يې اعلان کړی و، چې پر اساس به یې د اخوانیانو «۷» مشران له دې هیواد څخه وتلي وو.
سرچینې وايي چې د «جمال عبدالستار» او «عصام تلیمه» په ګډون د اخوان المسلمین ځینې مشران بیرته دوحې ته ورګرځیدلي.
د سرچینو په وینا په قطري چارواکو د یوسف القرضاوي فشار د دې لامل و چې یو شمیر اخواني مشران لکه «حمزة زوبع» او د اخوان المسلمین سرمنشي «محمود حسین» له لویه سره له دې هیواد څخه وتلي نه وو.
څو اونۍ وړاندې راپورونه ورکړل شوې و چې قطر د اخوان المسلمین «۷» تنو لوړپوړو مشرانو ته له دې هیواده د وتلو امر کړی.
هغه مهال هم د دغې پریکړې عملي تطبیق ته د شک په سترګه کیدل او داسې ویل کیدل چې ښايي قطر د سیمه ییزو او نړیوالو فشارو د کمولو په موخه دغه اعلان کړی وي.
د قطر خلیجي هېواد په وروستیو کې د اسلامي نړۍ د تودو مسئلو په فورم بدل شوی. د سوريې پر کړکېچ د بحثونو، د فلسطین د ستونزې د مذاکراتو او ان تر افغانستانه پورې د طالبانو سیاسي دفتر دغه هېواد د اسلامپالو خوځښتونو په کوربه بدل کړی.