د نن سرلیکنه

طالبان ولي په شمال کې ځواکمن کیږي؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: خبري رسنۍد سږکال له پیله په شمال کې د طالبانو د ځواکمن کیدو رپوټونه خپروي.
په شمال کې د طالبانو د پوځي ځواکمنۍ پیل د بدخشان له ولایت نه پیل شو چیرته چې یې د یمګان او وردوج په ولسوالیوکې د دولتي ځواکونو پرخلاف پوځی عملیات ترسره او په ترڅ کې یې د یمګان د ولسوالۍ په لاندې کولو سربیره په لسګونو دولتي عسکر هم ونیول چې بیا يي وروسته د سیمه ییزو مخورو په تضمین پریښودل.

همدا راز په دې وروستیوکې رسنیو په سرپل ولایت کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ دسختو نښتو خبر ورکړچې له کبله یې دولتي ځواکونوته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه،

له سرپل او بدخشان ولایتونو پرته په کندوز او د شمال په نورو ولایتونوکې هم طالبانو داسې سیمې ترخپل کنترول لاندې راوستې کومې چې یې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي له ولکې بهرپاتې وي.

که څه هم چې ځیني شنونکي په شمالي ولایتونوکې د طالبانو د پرمختګ عامل له یادو ولایتونو څخه د بهرنیو پوځیانووتل بولي ، خو په شمال کې د طالبانو د پرمختګ اصلي عامل د دولتي ادارو نا اهلي او په هغوکې د زیات اداري فساد موجودیت دی چې له امله یې پر دولتي ادارو د ولس باور له منځه وړی دی.

د پورتنۍ ادعا سپیناوی د رویټرز خبري اژانس په هغه رپوټ کې ښه څرګندیږي چې تازه یې د کندوز له ولایت نه د دولتي محاکمو پروضعیت خپورکړی.

رویترز خبري آژانس په دې رپوټ کې لیکلي ((طالبان د افغانستان د کمزوري قضایي سیسټم پر ځای خپلې محلي محکمې دائروي او د خلکو ټولې ستونزې په خاص ډول د ځمکو پر سر لانجې په چټکتیا سره ورحلوي)).

رویټرز دا هم لیکلي چې زیات خلک د افغان حکومت چارواکو ته د رشوت ورکولو توان نه لري او کارونه یې کلونه کلونه په محکمو کې بند پاته وي.

یاد اژانس په سیمه کې د ملا عبدالباقي په نوم د طالبانو له یوه محلي قاضي سره هم خبرې کړې او د هغه له قوله یې لیکلي چې ولسي خلک خپلې ستونزې ټولې طالبانو ته وايي او دوی يې په یوې دوې ورځوکې ورحلوي. په دولتي ادارو کې د فساد موجودیت هغه ستونزه ده چې په مجموع کې یې د ټول نظام حیثیت متضرر کړی او هیڅ څوک هم په دولتي اداروکې د خپلو ستونزو حل کیدوته زړه نه ښه کوي.

په دولتي سیسټم کې د فساد دموجودیت په اړه ولس مشر اشرف غنې د تحلیف د مراسمو پرمهال هم یادونه وکړه او ولس ته یې په محاکمو او ټولو دولتي اداروکې د اصلاحاتو ژمنه ورکړه .

ډیری شنونکی اداري فساد د دولت لپاره د وسله طالبانو ترموجودیت هم لوی خطر ګڼي؛ځکه د هغه له امله خپله دولتي چارواکي یوپربل بي باوره او فساد داسې کچې ته رسیدلی چې هیڅوک یې د کنټرولولو توان نه لري.

همدا لامل دی چې ولس د خپلو ستونزو د هواري لپاره د دولتي چارواکو په نسبت پرطالبانو ډیر اعتماد لري او د خپلو قضايي او حقوقي قضایاوو د حل اوفصل لپاره هغو ته مراجعه کوي چې همدا ولسي اعتبار هم په شمال او هم د هیواد په نورو سیموکې د طالبانو د ځواکمن کیدو لامل ګرځيدلی .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x