نظــر

ارتداد شته؛ خو د پل خشتي مظاهره چیان نشته

قاري حبیب

تاریخپوه او لیکوال

ردة و لا ابابکر لها … داد اسلامي نړۍ د سترګور عالم مرحوم ابو الحسن علي ندوي صاحب د یوې رسالې نوم دی،چې د معاصر شعوري او لاشعوري ارتداد فتنه یې په کې څیړلې ده، ما هم باید خپل مضمون ته همداسې عنوان ټاکلی وای او باید ویلي مي وای چې : ارتداد شته  خو ابوبکر نشته …!

خو های افسوس .. چې زه په هغه زمانه او نسل کې نه یم زیږیدلی چې د صدیق او فاروق غوندې د د دین داولوالعزمه پیکرونو د رازرغونیدو تمه ترې وکړم، د صدیق او فاروق رضوان الله علیهم  دوران جلا دوران و، هغوی چې دین یي په کماحقه بڼه منلی او تطبیق کړی و، هغوی چې له زکات څخه د انکار له امله یي د عربو له بشپړو قبیلو سره جهاد اعلان کړ،په  داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت کړی و او عرب لکه ډلې ډلې چې اسلام ته داخل شوي وو، همداسې ډلې ډلې له اسلامه وتل، مسلمانان له سخت امتحان او تزلزل سره مخامخ وو، خو دا د صدیق اکبر ایمان و، چې ټول چیلنجونه یي له پامه وغورځول په پوره متانت یي دبشپړ اسلام دمنلو  نعره پورته کړه، د ارتداد دفتنې په مقابل کې په میړانه ودرېد، تردې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ورپاته دین یي بیرته په کماحقه بڼه په ټولو تطبیق کړ.

زه به له دې زمانې او نسل څخه  د صدیق اکبر او فاروق اعظم رضی الله عنهم  غوندې د اولوالعزمه  اتلانو تمه نه کوم، د خیرالقرون د کوم رښتیني مجدد د راغبرګیدو تمه هم شاید ونه کړای شم، خو دا جرأت کولای شم چې نیمه پیړۍ شاته  لاړ شم ،  ۱۳۴۹ هـ لمریز کال ته ستون شم، او په هغه زمانه کې دارتداد په وړاندې د مؤمن اولس د غبرګون او باعزمه استقامت  ارمان وکړم .

د ۱۳۴۹ هـ ل کال د ثور په ۱۱ مه  د سلیمان لائق ،کارمل، اناهیتا، سلطانعلي کشتمند، خیبر او نوراحمد نور لخوا په چاپیدونکی  پرچم جریده کې د بارق شفیعي  شعر چاپ شو چې په یوه برخه کې یي  د عملي کمونیزم په  بنیانګذار  لینن باندې درود ویل شوی و.

له دې اسلام ضد حرکت سره دهیواد په لراوبر کې د کمونیستي مرتدینو په خلاف د پاڅون غږ پورته شو، له کندهار، هرات، بدخشان، مزار، پکتیا، ننګرهار  او نورو ټولو ولایاتو څخه په زرګونو علماء کرامو، طالبانو، محصلینو او عاموپه دین مؤمنانو دکابل په خوا احتجاجي حرکت پیل کړ، تردې چې دکابل په پل خشتي مسجداو شاوخوا کې د مظاهره کوونکو شمیر  اتلس زره تنو ته ورسید، دوی  د ارتدادي حرکتونو په خلاف بیانیې ورکولې، احتجاجي مارشونه یي کول، او د مرتدو کمونیستانو د مجازات غوښتنه یي کوله.

د مؤمنانو دا خوځښت  که څه هم په پای کې د شاهي رژیم لخوا بې نظمه  او وپاشل شو، خو کمونیستانو ته یي داسې ټکان ورکړ، چې ترډیره یي بیا داسې جرأت ونه کړ، د کمونیزم  بي دینه ماهیت یي بربنډ او په خلکو کې یي منفور کړ، د پرچم جریده ترډیره وتړل شوه او چلوونکو یي ځانونه مخفي کړل.

د هغه وخت سختو شرایطو او حکومتي جبر ته په پام سره تش لاسو مؤمنانو په  احسنه توګه خپل مسؤلیت ترسره کړ، په ورځو ورځو یې په پل خشتي مسجد کې تحصن وکړ، او د ارتداد په وړاندې خپل غبرګون یې ښکاره کړ.

نن سبایوځل بیا زموږ مسلمان اولس او هیواد له هماغسې حالاتو سره مخامخ دی  د روان کال د اکتوبر په پنځلسمه  دایکسپریس په نامه کابل چاپ ورځپاڼې یو داسې مضمون نشر کړ، چې له سره ترپایه له صریح کفر څخه ډک دی، په دې مضمون کې په الله تعالی ، کلمه طیبه او اسلام باندې  فاحش اعتراضونه شوي، دالله تعالی کړنې ناسمې او العیاذ بالله ظالمانه بلل شوې، او اسلام یو داسې دین بلل شوی چې  د انسان له حال سره مناسب نه دی .

ددې له کفریاتو ډک اقدام په اړه یوازې دګوتو په شمیر مؤمنو هیوادوالو خپل غږ پورته کړ، خو هغوی هم د دولتي اجیرانو او امریکایي تبلیغاتي جاسوسانو لخوا  د پاکستان ګوډاګیان وبلل شول، د کابل چاپ په سلګونو راډیوګانو، ورځپاڼو او اخبارونو کې هیڅ یوې تراوسه ددې  کفري اقدام په اړه داعتراض غږ نه دی پورته کړی.

د پل خشتي د پخواني مظاهرې یو سمبالوونکی  صبغة الله مجددي هم  ګونګ  او پټه خوله ناست دی،نور هغه چې یو وخت یي ځانونه د اسلام او جهاد دلارې  لارویان بلل ، ددې بدمرغه اقدام په اړه پټه خوله ناست دي او تراوسه یي هیڅ شور نه دی خوړلی .

د امریکا په غیږ کې لویدلي دغه بګیل  دروغجن اسلامپال چې  دوی یا یي مشران  څو لسیزې وړاندې  دپل خشتي د مظاهرو  برخوال  هم وو ، ورته وایو، چې آیا  کمونیستانو اسلام ته لوی توهین کړی و او که  دایکسپریس ورځپاڼې ؟؟

کمونیستانو به  په لینن درود ویلي و خو  د ایکسپریس ورځپاڼې د الله تعالی په ذات اعتراضونه کړي دي، نه پوهیږو چې دوی ته ولې دغه صریح کفري اقدام  ارتداد نه ښکاري، دوی له دې مسئلې سره هم سیاسي چلند کوي او داسې انګیري لکه دا هم چې یوازې  دطالبانو  او امریکا ضد خوځښتونو اړونده موضوع وي .

اې د ډالرو په نشه کې غرقو د اسلام دعوه دارانو !

که رښتیا په الله تعالی ایمان لرئ ، که رښتیا په قرآن عقیده لرئ او که رښتیا ځانونه  اسلام  او محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته  منسوب بولئ ! نو نن ستاسو په دې ټولو ارزښتونو برید شوی ، ستاسو ترټولو لویې سرمایې  دین ته په سپکه کتل شوي او مسخره شوی دی .

د ایمان تقاضا داده چې ددې جرم په وړاندې غږ پورته کړئ، الله تعالی تاسو په ستر ازمون کې اچولي یاست ، که ددې حالت په وړاندې خاموش پاته شئ نو پوه شئ چې خاموشي کله کله د  رضایت په معنی وي، ستاسو خاموشي ددین په وړاندې ستاسو بي پروایي  او بي احساسي ښيي .

نن سبا که په دنیا کې د چا په خودساخته  انساني قوانینو باندې څوک نقد وکړي ، د هماغه فکر لارویان یي په مقابل کې عکس العمل ښيي، خو کفارو او دهغوی جاسوسانو زموږ او تاسو په  اسماني دین مخامخ برید کړی، او همدې بریدونو ته لا ادامه ورکوي ، یو یي دالله تعالی ذات او عدالت نقد کوي، بل یي په میراث کې دالله تعالی په عادلانه تقسیم باندې تعریض کوي او په یوه ډول یي   د اعتراض وړ بولي ، او نور بیا نور ډول ډول اسلام ضد حرکات کوي .

په دې باید پوه شو چې دغه دمسلمانانو په وړاندې دنړیوال کفر  ازمویښتي بریدونه دي، دوی غواړي په دغسې تعریضي حملو سره دمسلمانانو حساسیت وازمویي، که  مسلمان اولس ددغو کفري حرکتونو په خلاف غږ پورته کړي او خپل ایماني غبرګون نړیوالو کفاروته وښيي نو بې له شکه به ددغسې حرکتونو مخ ډب شي، خو که مسلمانان بې احساسه پاته شي ، نړیوال کفار او محلي ایجنټان یي  زړور کیږي ، او بیا به دغسې له توهینه ډک حرکات د ورځې خبره وګرځي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x