ټولنیزه برخه

زموږ هېلې ستاسو کار!

 ليکوال : رحمت الله حکيمي

طبعي ده چې د شعور او عقل پر مټ ولاړه کړنه انسان د ښو او بدو په تکفيک کې کړندی کوي ، پر دغه تله کولای شي دځان او نورو دپاره دزعامت ښه رول ولوبوي ، دا چې دافغان ولس ځينې وګړي تر ننه دپردو پيټي داوجرې په پار په اوږو وړي نه داجر لپاره دوی اصلا مسؤليت نه پېژني ، هغه مسؤلیت چې انسان ته په کې د دارينو تاج ورپه سروي په لاندې نورمونو پورې اړه لري :

۱ – دمسؤليت درک کول : که چيرې مسؤليت درک نه شي په ادا کولو کې به يې څه توره وشي : مثلا : کچيرې د یوکس ګوتې ته اغزی ورچوخ شي ، چې درد ونه ويني عصبي حجرات يې کله دعکس العمل دپاره دماغ ته خبر ورکوي که درد وويني وارله واره عصبي حجرات په ګوته امر کوي چې ګوته لرې کړه ؛ نو په لومړیو کې دمسؤليت درک کول مهم دي .

۲ – دمسؤليت قبوليت : دماغ اواعصابو په طبعي ډول دامسؤليت منلی چې تاته د اور يا اغزي په مقابل کې د عکس العمل انګيزه درکړي ؛ نو په ټولنيزو کړنو کې دمسؤليت منل اړين دي ترڅو وکولای شي خپله لاره اومسؤليت وپيژني نه داسې لکه داوس وخت زعيمان اومسؤلين چې په پټه خوله خپل رعيت د تاترين کندې ته کوزوي .

۳ – دمسؤليت اجراکول : کله چې مسوليت درک اومنل شي خپله دمسؤليت د اجرادپاره لاره هواريږي ، دبېلګې په ډول کله چې ګوته ياپښه له اغزي نه درد احساس نه کړي کله عصبي حجرات د درد نه دخلاصون دپاره په عصبي حجراتو امر کوي ، پورتینو خبروته په کتو سره افغاني ټولنې دمسؤليت په نه درک ، نه منل او نه اجراسره دبرياليتوب ډګر په اوږدو ګزوپل کړی نه په سارو سره ، ، دا هرڅه چې کيږي يا شوي په معنوياتو د نه پوهېداله لاسه راپېښ شوي، معنوي ښکلا د انسانيت اصلي معيار دی ، موږ انسانيت په اسلاميت ، ښېګڼه او ښو صفاتو پېژنو که څه هم د انسان ترکلمې لاندې ټول وګړي راجمع کیږي هغه که کافر دي که مسلمان ؛ خو دافغانستان وګړي تر ډېره انسانيت ته په اسلامي ارزښتونو ، ديانت او ښېګڼو ګروهمن دي لکه ستر حمزه چې وايي :

حمزه ډېر مسلمانان شته په دنیا کې اوکافر هم

زه اشنا دهغه کس يم چې روش يې دانسان وي

د انسانيت روش په خپله داسلاميت روش دی کوم چې په فطري ايمان سره ټولو د (( الست بربکم )) ځواب په بلی سره کړی په هغه وخت کې چې زموږ ارواوې د سرومېږيانو پّ شکل وې .

ناهېلي موبايد له هيلې درنه نشي  نن سبا افغاني ټولنه دکمو بدو تر څنګ ډېر ښه دکارسړي لري ، ښه پوهه غواړي ، په خپل ځان او نورو باندې پوهه لوروي ، هغه نظر يې کومې چې پخوا د يوه محصل ، مکتبي او ځوان  په اړه وې ، نن اوياسلنه کمې شوي ، همدغه ځوانان دي چې په بلواکۍ پښه ږدي او دولسواکۍ له څلي د اسلاميت او افغانيت نارې دبین المللي بامه وهي ، زموږ ټولنه که څه هم اوس په ډېرو اورنيو حالاتو کې ساه اخلي ، خو دبل جګ غږ اوس هم په ځان نه مني ، له ډېرې چوپتیا يې د ښه راتلونکي په اړه دروني احساسات په ولولو کې دي نوربه تر ډېره دټولنې ځوانه او باعلمه طبقه دبل پسې په پټه خوله نه ځي ، تير ته په کتو سره دښه راتلونکې خبره اوس مهال دهر ځوان اوباعلمه له خولې اورم ،  اوس مهال ټولو لېډرانو او رهبرانو ښه ازموينه ولس ته ورکړه ، نور دهغه نه دوفا تمه نه کيږي ، دهغه شاعر په خبره چې وايي :

دهغې نه دوفا تمه چــــا کــــــړې                               چې سرونه يې فکرونو نه درانه وي

موږ دعشق په منارو اسمان ته خېژو           کوم ولس چې دانوم نه اوري کاڼه وي

ديوه ځوان په حيث په ټولو ځوانانو غږ کوم ، چې نور دبل دسيوري لاندې د ګرمۍ تنده مه ماتوئ  ، دښې راتلونکې دپاره ښه اداره اومنجمنټ ولرئ دهغه شهيد له وينو پردي ته د ظالمانه غرور شراب مه جوړوئ ، دهغه یتيم اوښکې خپلې اوښکې وګڼئ ، چې په جل وهلو ګرميو کې ديوې مړۍ دپيداکيدو په پار دسهاره تر ماښامه دانارې له خولې وباسي الله ، الله ، الله ، …….

دافغانستان دمومن ولس دښې راتلونکې په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x