نظــر

مقرر سوي حکومتونه او مسلمان ولسونه

استاد اسدالله رزین

لیکوال او شاعر

په صلیبي جګړوکې صلیبیانو لاس ته راوړنې لرلې وي ،خوهغه لاس ته راوړنه چې ټول انسانیت یې ولړزاوو اودهیلو سترګوته یې پوړندې وروشندلی داوه چې :

په مسلمانوهیوادوکې یې دسیاسي ځواک دجوړیدو واګې دمسلمانو ولسونوله واکه وایستې اوپه ځان پورې یې وتړلی .یانې نوربه په اسلامي هیوادونو کې مشرتوب دښکیلاک په خوښه دښکیلاکي اوصلیبي حکومتونو په حکم مقرریږي .

اونن سبا له صلیبي جګړو(۷۱۳)کاله وروسته دصلیب په ګدۍ ناستو امریکایې اوغربې حکومتونوپه حکم دهغوی دسفارتونو له لارې مقرریږي.

اوهم به دخپل منځې ټولوستونزو دحل اوپریکړودتثبیت لپاره دهغوی دروازی ورټکوي .ترڅو دولس اوحکومت ترمنځ دیووالې اړتیا ته دتل لپاره په ستونی کې پښه ورکیښودله سې ،دباور حیاتي اړتیا ترډیروخاورواوخځلو لاندی سې. اوښکیلاک خپلواودصلیب موخوته په ډیره آسانې،لیږه بیه اولیږوخت کې ورورسیږي .

دوی داکار په ډ یره هوښیاری اوچالاکی سرته ورساوو .اوپه مسلمانو هیوادونوکې یې دغلام جوړونې هڅې پیل ،کورسونه یې ورته پرانستل اودکورسونوودې ته یې بیخي ډیرپام درلوداوهغه ووچې زریې فارغان هم ورکړل.

دوی دکورسونو دوام هم له یاده ونه یوست. وړتد بیرونه ،شونتیاوي اواسانتیاوي یې ورته چمتو اوټول انسانیت اومسلمان ولسونه یې دتل لپاره دویرپه کمبله کینول.
اودغه ده نن موږهم بیا دویرپه هغه کمبله هغه ویرژاړو.

دوی ډیراحتیاط کاراوو اوحالات یې دارنګه جوړول چې له مخې یې مسلمان ولس اومقررسوی حکومتونه نورونه شوای کړای چې یودبل آوازواوري .اویادي دهم غږي آندونه سره خپل کړای سي.

هغه هم غږي چې په خپل مهال کې یې دښمن د و یرپه کمبله کینولی وو.

دولس او حکومت ترمنځ یې په فکري اوعملي ډګرونوکې اوسپنیز دیوالونه ووهل.

مسلمان ولس اوحکومت یې سره بیل اویودبل په وړاندی یې ودرول.

رښتیاخبره داده چې دا اوس اوس مسلمان ولسونه حکومتونه نه لري .په بی حکومتي اودژوند په ستونزمنو شرائیطو کې اوسې.دانساني ژوند ټولوشونتیاوومخ ځني اړولی،اودژوند ټولواړینواسانتیاوو لاس ورکول ورسره بند کړي دي اورحم نه پری کوي،خوله دی ټولو ناخوالو سره سره دغې وجیزی ته په کتو چې:

دشاتومچۍ هرڅومره چې دګل شیره خوری هغومره ګل نورپه حاصیلوراولي.

یاني دغه غیر انساني اونارواچلند ددوی دغوښتنوپه اپوټه په ولس کې دهمت روح پیاوړې کړه، له مسیحي صهیوني ښکیلاک اومقرروحکومتو نوسره یې دکینې احساسات ورتوفانې کړل اوروځ تربلې یې مټې نورې هم ټینګیږي.

له حکومت سره دلریوالی خلیج نورهم څپاند اوغوټې وهي.

دسهنې پیمانې ترڅنډو اودباغیانو په وړاندی دبغاوت بڼه خپلوي .اوکیدای شي چې ډیرژر دنړۍ په هرګوټ کې دمسلمانو ولسونو زړورې لښکرې دمقرروحکومتو نودله منځه وړلو اوصلیبي جنون ددرملنې آواز اوچت اود تکبیر ترصلیب ماتونکي شعارلاندي دمبارزی ډګرته راووزي.

مقررسوی اوپردی حکومتونه بادارته په مننه کې خپل ټول کړه دمسلمان ولس له عقیدی ،ارادی اوغوښتنوسره په مکمل ټکراوا ړتیاووته په نه پام کولوسرته رسوي.
په هواکې پریکړې،په هواکې کړنې اوپه هواکې مقرریوې کوي.

ورک نومی نه بلکې پیژندل سوی دښمنان پری امیران مقرروي اومسلمان ولس دخپلوفرمانونو اومزدورو رسنیو په واسطه ورته اطاعت ته رابولي.
حکومتونه دولس دچوپړ لپاره حکومتونه وي،دولس دارادو دتمثیل لپاره حکومتونه وي اودولس داستاذی توب لپاره حکومتونه وي.

یانې بادار ولس اومزدور حکومت وي ،نوبیا خوبیخي اړینه ده چې بادار اومزدور سره وپیژنې ،خواوس هغسې نه بلکې ولسونه پری مقررحاکمان یواځې په انځورونوکې لیږاوډیر پیژني اوبس.

کله کله داسې هم پیښیږي چې ولسونه ولسې حالاتوته په کتوله ټولې نه پیژندنې سره په یوچادښو باور وکړي اودمشرتابه لپاره یې رامخ ته کړي اوپه اړه یې دسراومال درانده تلفات اوسخت دردونه هم ومنې،خوڅرنګه چې شیخې پشۍ دیوه جعلي اومصنوعي کیفیت په بڼه کې دولس باورترلاسه کړی وي ،نو بیا داخدای ناترسه راولاړیږي دولس باور هیروي، ټولې قرباني اودردونه یې ترپښولاندې کوي ،په ټول توان یې په مخالفت کې راوزي .اوټول ارزښتونه یې دده په خام خیال دارته خیژوي .اودی دصلیب په وړاندی داطاعت دود په ځای کوي.

په ولسونوکې دتیرپه څیر واک اوځواک دواړه شته ځکه چې له سړی لوری هم هغسې هستمن دي .لکه چې په تیرمهال کې دهغه مهال ښکیلاک مات کړی وونن یې بیاهم ماتولی سي داځکه چې دمسلمانوولسونو په منځ کې دارنګه لوړاومقدس دیني ،فرهنګي ،سیمه ایز،کلیوالي اوکورني اړیکې شته چې په هغودزمانې زورنه نه رسیږي ،همیشه بهاروي ،په څرنګوالې کې هم خپل خوند اورنګ وي اوځواک یې هم نه کمیږي .

هغه ولسونه ،ولسونه ساتي ، سره تړلی ساتي ،ښاغلی ساتي ،پیاوړی ساتي ،قانع یې ساتي ،تابع یې ساتي ، چیغې ته تیاریې ساتي ،له غیرته ډک یې ساتي ،یوخوله اویوآوازیې ساتي ،ددښمن پیژندنې احساس یې غوښن اوتل یې دخدای په یادکې ساتې .

یادې عالې اوانسانې ستاینې کله کله ځنډیږي ،خوورکیږي نه.
همدغه دلیل ده چې مسلمان ولسونه نه غلامان کیږي اونه هم خرڅیږي .
حکومتونه یې دي چې خرڅیږي ،غلامې ته ډیرتیزورځي اوصلیبیان کیږي هم.
دواک اوځواک اصلې سرچینې هم ولسونه وي چې تل لکه : صلاح الدین ایوبي ،سید جمال الدین افغاني ، عمرمختار،حسن البناء اوبیخي نورډیرددوی په څیرقیادتونه زیږوي .
مقررسوی اوسرداران نه پخپله قیادتونه وی اونه یې په کوروکې قیادتونه زیږي .

آزادي هم ولسونه اخلې اوهم یې ولسونه ساتي .دټولودیني اوملي ارزښتونو جرړې اوبیلګې هم په ولسونو کې وي .
داوي هم ددوی ،دوی دي چې ډیرمحبت ورسره کوي اوله ښه زړه یې پالي ،دعقیدی ،خاوري اوکلچرټوله چوکیدارې هم ولسونه کوي ،نوپه کارده چې ددوی حقیقت ،ماهیت اومؤثریت ته دره ناوی وسې اوکارونه په مکمل تفاهم کې ورسره مخ ته ولاړ اوستونزوته حل ولټول سې .
دافسوس خبره داده چې دوی پخواهم نه پوهیدل او اوس هم لا نه دي پوه سوی
چې دولسونودځواک رمزونه نه مری ،نه زړیږي اونه سوځیږي .
هغه تل سرلوړی په میدان کې پاته کیږي .
په خوځښت کې وختې ځنډ پیښیدای سي ځکه چې هغوی په یوه وخت کې له دوو
ځواکونو سره مخامخ وي : یود کوردننه (داخلي )بل دکوردباندې (خارجي).

اوسمه داده چې ولسونوته دسردرد اوستونزوپه راولاړولواوجوړولوکې ډیررول د کورد ننه دښمن ، دلستوڼې مار اویاورباندي مقررسوي حکومتونه لري .
اودښکیلاک دښکیلاکي عمردلیږاوډیروږدوالي لامل هم ترډیره بریده دوی وي.

نه دهغوی ماشیني ځواک ،اوسپنیزغاښونه اوډک جوبان.له دی کبله چې مسلمان ولسونه دما شیني ځواک اواوسپنیزوغاښودماتولوهم مخینه یاسابقه لري اوهم آزموینه یاتجربه.اوس خوواسکټ هم له جوبانو سره ځنې کاږي اوله باروتویې ورته ډکوي.

زماپه آند نورنه وړ،نه په کاراونه اړتیا ورته شته بلکې ملامت هم ښکاریږو چې دګوډاګې دمثال لپاره د شاه شجاع غریب نوم لاتراوسه هم یادوو.

ځکه داسې تازه نفسه ګوډاګیان لکه : کرزی، مشرف،حسنې مبارک ،السیسي اوډیرنوردګوډاګې توب له کورسونو ټول اول لمبر راووتل .اوداسې څه یې وکړل
چې دتاریخ ټولو ګوډاګیانو ګوتې په غاښ ورته ونیولی اوشاه شجاع خوارکۍ خو یې په ګرد پسې هم نه سې رسیدای .

تازه نفسودغلامي ټول مخکیني ریکارډونو مات اودښکیلاک اوصلیب په دره ناوې کې یې ددوی په ګومان ټول مسلمان هیوادونه له هره څه سره ترصلیب جاراوبل اورته یې ورواچول .

اودوی دلته اوهلته دتاریخ په آینه کې دحلقه په غاړه غلامانو په بڼه کې راښکاره ،ثبت اودهرمسلمان دزړه په کوګل کې د تل پاته داغ اویاد ګار په ډول وسا تل شول.چې انشاءالله راتلونکې نسلونه به یې په یاد کې ساتي اوکه خیروودغلامي دمثال لپاره به یې په لعنت ویلو سره کاروي.

دکابل د پښتون ،تاجک دووډاکترانو ،یوه ازبک پالوان اویوه متعصب هزاره چې څلورواړه هریوځان د افغانستان دڅلورولویو قومونو استاذی ښئ سهامي شرکت چې دوی یې ملي حکومت نوموي په ډیره بې شرمي چې عاقبت یې هم نه دی سنجولی ښکیلاک اوصلیب ته په سرټیټولو اودافغان مسلمان اومجاهد ولس ټولوارزښتونو ته په مخالفت اوډیره تلواره اووارخطایې کې ځنې ګامونه واخستل لکه : دغلامي د تړون لاسلیک ، ولس دښمن عناصرپه ولس حاکمول اوتپل.

 USAIDدموسسې دغیری اسلامي اوغیری افغاني ناروا پنځه کلن پلان چې په پایله کې به یې  ۷۵زره افغاني نجونې دښوونې تر سرلیک لاندې دمسیحي صهیوني اوصلیبي هوسونو قربانې کیږي.اود افغانستان ایکسپریس د۱۵/۱۰/۲۰۱۴نیټې (۴۵۱مه)ګڼه چې په اګلیسې ژبه چاپیږي له لوري داسلامي مقدساتوبې مخینې هتک حرمت اوسپکاوی چې خامخایې دمقررسوي حکومت په سرپرستې کې صورت نیو لی .ځکه دیادوکړنویوه برخه خوپخپله حکومت ترسره کړې ده .اوبله برخه یې چې هرڅوک ترسره کوي اویایې ترسره کړل حکومت پټه خوله پاته سو نه یې ځان خبروښوود اونه یې ځان مسئول وباله.

فکرکوم چې دغبرګون یاعکس العمل کچې اوڅرنګوالې ته به ګوري.

هرڅه چې وي.

دوی ډیرسخت خطاسوې دي .اود افغان مسلمان ولس په باره کې یې ډیره لواوله خطره ډکه اشتباه تکرا ر کړی.اوددی تل په میدان کې ولس یې بیخې ناسمه ،ډیره بی غوره اولکه ددوی ټولې کړنې په هواکې کچه اخستې اوهغه داچې :

افغانان له جنګه ستړی سوی دي

زه منم چې له جنګه ستړی سوی دي ، زه منم چې له تاسې ستړی سوی دي ، زه منم چې ستاسې دبادارانو له وحشت اوبربریته ستړی سوی دي ، زه منم چې دبادارانوله داړونکوسپومو هم ستړی سوی دي.

له نیستې ستړی دي ، له بیکارې ستړی دي ، له ناروغې ستړی دي ، له بې کورې ستړی دي.

مګر دخدای له دینه اودخدای دد ین په لاره کې له هرڅه جارولو اوجهاده نه دې ستړی.

پام !چې دجهاد جذ به ژوندۍ اوهغسې مسته ده اوترقیامته به مسته وي.

هغه په ډالرو اوموټرو نه مستیږي .

هغه دهستې اونیستې په واک کې نه ده .

هغه د بادار(lords) اومزدور (labors )د نظریوتابع نه ده .
هغه ستړی کیږې نه اوهغه وږې کیږې هم نه .

په هغې کې په نس پوری د ډبرو تړلو شانداره اودفتحو نه هیریدونکې اوله ویاړه ډکه فلسفه اوزرین تاریخ په هغه اتلواله بڼه پروت ده .

هلته څوک له ستونزونه ستړیږي ځکه چې له ستونزو سره په ډ غره وهلو کې درحمت پیغام پروت ده .
لاوخت شته : آزمویلې  مه آزمویاست .اوپه ځان خویې بیخې مه آزمویاست .

یوه شیبه به یې بادارنه دربولم .

تاسې ته دخپل میړنې ولس غوسه ترهرچا ښه درمالومه ده .

مخکې تردی چې دمسلمان ولس له افغاني قهراوجهاد له جذ بې سره مخامخ سئ دغلامې حلقه یې په مخ ور وویلئ ، دخپل ا تل ولس درته پرا نستې غیږې ته راسئ.
اودآزمویلو لپاره د وی رامخ ته کړی.

                  د سه شنبی دروځې ۱۱:۴۵  نیټه    ۲۱-۱۰-۲۰۱۴
                                    رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x