ټولنیزه برخه

د وګړي او ټولنې کشمکش

اسدالله غضنفر

لیکوال، څېړونکی او کره کتونکی

که کور ته مېلمه راشي، عزت یې کوو خو که په بس کې سپرېږو، د نوبت پروا نه ساتو، هر یو کوښښ کوو چې تر نورو مخکې شو. خپل کور پاک او سوتره ساتو خو کوڅه که چټله وي، غم یې راسره نشته. مونږ معمولا د هغو اخلاقو چې ګټه یې نېغ په نېغه مونږ ته رسېږي، پروا دار یو خو د هغو اخلاقو چندان پروا نه کوو چې ګټه یې نېغ په نېغه ټولنې ته رسېږي. په افغانستان کې یو څوک په دې نه شرمېږي چې کوکنار یې کرلي دي ولې په دې شرمېږي چې له مېلمستیا ځان پټ کړي. د ده د کوکنارو کرونده ممکن د سلګونو کسانو ژوند ورتباه کړي ولې څرنګه چې دی پکې خپل تاوان نه ویني نو بداخلاقي نه ورښکاري. پیغمبر( ص) فرمایلي دي چې : خیرالناس انفعهم للناس( د خلکو تر ټولو غوره کس هغه دی چې نورو ته یې تر ټولو زیاته ګټه رسېږي.) خو مونږ ډېر لږ دې ته تیار یو چې نورو ته په خیر رسولو کې جنت وغواړو. زموږ په سلو کې څو شتمن دې ته تیار دي چې د بېوزلو ناروغانو علاج وکړي، په بېوسه ماشومانو باندې مکتب ووایي او د لارو ړنګ پلونه ورغوي؟

زموږ په اخلاقي تصور کې ځانولي او ځانماري خورا پیاوړې ده. زموږ همدا اخلاقي نیمګړتیا ده چې د مالیې نه ورکړه یا د بې نمبر پلېټه موټر چلول راته بداخلاقي نه ښکاري او په مجلس کې شاید په فخر سره ووایو چې په هوایي میدان کې مو مامورین تېر ایستل، مال مو له ګمرکه بچ کړ.

د ټولنې د ګټو په مقابل کې ولې بې پروا یو؟ دې پوښتنې ته یو مهم ځواب دا دی چې که ټولنه د وګړي ګټو او غوښتنو ته پام ونه کړي، وګړي به هم ټولنې ته بې اعتنا شي. زموږ په دودیزه معماري کې کلا برجونه لري او برجونه تېرکښونه لري. مانا دا چې کورنیو ټولنې ته د غلیم په سترګه کتل او لکه په ځنګل کې چې څوک اوسي، وېره ورسره وه.

د اجتماعي ژوند زده کړه په کور کې او په ماشومتوب کې پیل کېږي او په ښوونځي کې ادامه مومي. که ماشومان ټولنې ته خوشبینه لوی شي، له نورو سره د معاشرت او مهرباني هنر وروښودل شي او خپل ځانونه په کور، ښوونځي او ټولنه کې بې عزته شوي او سپک شوي احساس نه کړي نو د ټولنې ګټې او ارزښتونه به د زړه له تله ومني خو زموږ تربیتي نظام تر اوسه پورې په زور یعنې په وېرولو او سپکولو ولاړ دی. رحمان بابا فرمایي:

هلک نه یې چې په زور دې څوک تعلیم کا

هم عاقل یې هم بالغ یې هم دانا

هغه ټولنه چې د وګړیو د سمې تربیې لپاره په زور تکیه کوي، د عاقل او بالغ او دانا هوښیاري او پوهه به یې یوازې د ځان لپاره وي نه د ټولنې لپاره. زموږ هوښیاران په شیرپور کې د ځان لپاره ماڼۍ جوړولای شي خو د کوڅې پخولو ته یې فکر نه رسېږي.

که ټولنه د فرد تمایلانو او غوښتنو ته تر وسه وسه درناوی وکړي، دا امکان زیات دی چې وګړي هم د ټولنې د ارزښتونو خیال وساتي. کله چې وګړی له ټولنې مایوس شي، بیا نو یوازې د شخصي بري په فکر کې وي. په افغانستان کې ډېر کسان داسې ژوند کوي لکه په هوټل کې چې اوسي. مونږ له هوټل سره صرف دومره دلچسپی لرو چې شپه مو پکې ارامه تېره شي. سیندونو ته بمونه وراچوو چې یو ماخوستن د کب غوښه وخورو، نور نو که په سلګونو کوچیني کبان ورسره مري، او سبا ته مو سین بې کبانو کېږي، اهمیت نه ورکوو. غرونه په باروتو الوزوو چې ګوندې قیمتي کاڼی ومومو، نور نو که په سلګونو قیمتي کاڼي ټوټې ټوټې شي او وطن مو تاوان وکړي، پروا نه کوي خو چې زما خپل کار برابر شي. مونږ له ټولنې سره ظلم کوو او ټولنه یې له موږ سره کوي. ټولنه مو د ګڼو شخصي ازادیو مخالفت کوي او ریا، غوړه مالۍ او تظاهر ته مو مجبوروي. یو چا راته ویل چې ورور یې نه غواړي واده وکړي مګر ټولنه یې په کراره نه پرېږدي .ویل یې ورور یې پخوا ډېر اجتماعي کس و او ګڼ یاران یې لرل خو اوس چې څلوېښت کلن دی، اکثره وخت یې په کور کې د کوټې ور په ځان پسې پورې وي، ځکه د دې پوښتنې د بیا بیا اورېدو حوصله نه لري چې ولې واده نه کوې؟

قوانین او ټولنیز ارزښتونه په هغو ټولنو کې زیات رعایت کېږي چې خپلو وګړیو ته یې زیات حقونه منلي دي. که ټولنه له فردي ازادیو او حقونو سره ډېر مخالفت وکړي، وګړي به یا له ټولنې ګوښه ژوند ته مخه کړي، یا به د ټولنې تخریب شروع کړي او یا به کډه ورنه وکړي. ګوښه اوسېدل نه یوازې د شخصیت د ودې مخه نیسي بلکې ټولنې ته هم زیان لري. که کلی ملک ټاکي او زه پکې برخه نه اخلم نو یوازې خپل حق مې ضایع نه کړ بلکې د لا ښه او دقیق انتخاب لپاره مې د ټولنې یو امکان کم کړ. د اتلسمې پېړۍ مفکر ادام سمیت چې د نوي اقتصاد پلار بلل کېږي او د اوسني تمدن په رامنځ ته کېدو کې یې لویه ونډه ده، وایي چې که وګړی امنیت او ازادي ولري، د اجتماعي او فردي مصلحتونو تر منځ به روغه جوړه اسانه شي او دواړه لوري به ګټه وکړي. له امنیت څخه منظور یوازې فزیکي نه بلکې روحي امنیت هم دی. د ۱۷۹۳ کال د بشري حقونو اعلامیه ازادي داسې تعریفوي: له هر انسان سره اړوند هغه واک دی چې دی هر هغه څه وکولای شي چې بل ته پکې تاوان نشته.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close