په کابل کې ننی چاودني د بهرنیانو په شمول 14 کسو ته مرګ ژوبله اړولي
نن ټکی آسیا
د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د فاینسټ په پلورنځی کې چې اکثره په کې بهرنیان سودا کوي د یوې چاودني په صورت کې د 3 بهرنیانو په شمول 8 کسه وژل شوي او 6 نور زخمیان سوي دی.
دا چاوندنه چې پړه یې د حزب اسلامی ګوند په غاړه اخیستی، د حزب اسلامی ګوند ویاند قاري منصور بی بی سی ته ویلي چې دا یو فدايي برید وو
چې د مزاري د یو اوسیدونکي له خوا تر سره شوي، او دعوی یی کړې چې په برید کې 20 کسه بهرنیان وژل شوي.
ځایی سرچینی وایی چې په برید کې یو ماشوم او یوه ښځه هم وژل شوي.
ددغه برید په اړه طالبانو تر اوسه خپل موقف نه دی څرګند کړی.