افغانستان

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، د لړم۳مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون له څه باندې اووه میاشتني ځنډه وروسته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن له غرمې وروسته په کابل کې یوه مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل، چې د ولایتي شورا ګانو په نهايي پایلو کې د ټولټال ۲۵۰۰ کاندیدانو په ډله کې یوازې  ۴۵۸ تنه په دې توانېدلي، چې د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شورا ګانو لپاره بریالي شي.

ښاغلي نورستاني د ټاکنو د نهایي پایلو د اعلان پر مهال له هغو خلکو څخه بخښنه وغوښته، چې له ګڼو ستونزو سره سره یې په انتخاباتو کې ګډون کړی وو، خو دوی یې د رایو پایلې اووه میاشتې وروسته ورته اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ۴۵۸ تنو  بریالي شویو کاندیدانو کې ۹۷  ښځې  او ۳۶۱ تنه نارینه وکیلان شامل دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر په ټاکنو کې د پراخو درغلیو او اداري جوړښت د نیمګړتیاوو په اړه وویل : « ترڅو چې د هېواد په کچه د ټولو رایه ورکوونکو شمېر نه وي جوت شوی او همداراز ټولو خلکو ته بریښنايي تذکرې نه وي ویشل شوې،له درغلیو پاکې او د رڼو ټاکنو پایلې هېڅ امکان نلري.»

نوموړي دا ونه ویل، چې ایا د ټاکنو په لومړنیو او وروستیو پایلو کې کوم بدلون راغلی کنه. خو زیاته یې کړه، چې د نن ورځې په وروستیو کې به د پایلو ټول جزییات خپاره شي.

د شنونکو په اند ، د افغانستان د ولایتي شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې چې په یوه ورځ او یو ځای د روان (۱۳۹۳ل) کال د حمل/ وري په ۱۶مه نېټه په ځينو سېمو کې ترسره شوې،د پراخو درغلیو او د بهرنیانو په ځانګړې توګه د امریکا د نېغ په نېغه لاسوهنو له کبله ښايي د ټاکنو او انتخاباتو په تاریخ کې له زیاتو درغلیو او ستونزو ډکې وبلل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x