افغانستان

باچاخان وایي ځان ته پارلمان جوړوم

zadranافغان اسلامي اژانس لیکلي چې له پکتیا څخه دولسي جرګې پخواني استازي باچا خان ګواښ کړی چې که حق یې ورنکړل شي ، ځان ته به خپل پارلمان جوړکړي ،پاچا خان چې په افغانستان دامریکایي یرغل په لومړیو کې نوموړي ته دامریکایي استخباراتو له خوا دجنوب ختیځ حوزه ورسپارل شوې وه ،

ځان دافغانستان دسیاست یوه مهمه مهره بولي چې دده په ګومان دنه شتون په صورت کې به یې پارلمان نیمګړی وي ، نوموړی نه یوازې داچې ځان دپارلمان دچوکۍ وړبولي بلکې په بیا بیا داهم ترې اوریدل شوي چې ( زه له کرزي څه کم یم دی هم دروم او دبون سړی ده زه هم دروم او دبون سړی یم ) باچا خان له دې وړاندې هم یوځل هغه مهال دکرزي له حکومت سره خوابدی شو چې کلونه وړاندې دپکتیا والي مقرر شو خو کرزي ولایت ورته سړولای نه شوای ، نوموړی هغه مهال دسیمیزو خلکو له غبرګون سره مخ شوچې په جګړه کې ګڼ کسان ووژل شول .

پاچا خان هغه مهال دولایت تنده دخوست ګردیز په لاره دګردې څيړۍ په ولسوالۍ ماته کړه ، او ځان یې له همدې ولسوالۍ څخه تنظیمه رییس معرفي کاوه

کتونکي په دې نظر دی که داځل هم پاچاخان راضي نه کړل شي دخوست ګردیز په لاره مسافروته ستونزې راولاړولای شي .

خبریال : ذره بین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x