شعـــــرونه

و يرجن شور

شاعر: سيد احسان الله الهام

سلګى دي ساندې دي زګېروى دى پر وطن شوردى
د زړه غوږونه كڼوي داسي و يرجن  شور دى

دغلامى په ټغر ګډ دخپلواكى اتڼ  دى
پر دي  ډولونه  دي  ډنګيږي  بدلمن  شور دى

لكه  دحورو مينان  چي  دي په  جنګ  ور غلي
دخارداري  دېوالو  شاته  بيا  ډارن  شور دى

اخ ترې لوګى مي كړې چي څنګه به يې زړونه تنګ وي
دزولنــوســره زندان كي د پتمن  شور دى

چي ورنه روسته  به  خپلواكه خاموشياني راځي
له انتقامه قهريدلى قهرجن شور دى

ډيموكراسي ده دناوليو بندګانوشعار
ورته وغوږ مه نيسه الهام لغړن شور دى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x