افغانستان

ملي شورا: «د سرحدي پولیسو معاشونه په کلدارو ورکول کیږی»

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳مه ۱۳۹۳ل): د ملي شورا د شکایتونو کمېسیون استازي وايي چې سرحدي پولیسو ته معاشونه په کلدارو ورکول کیږي.

ددغه کمېسیون له قوله په زیاتو لرې پرتو سیمو کې دولتي مامورین چې پولیس هم په کې شامل دي، معاشونه یې په کلدارو ورکول کیږي.

په سرحدي سیمو کې راکړه ورکړه په کلدارو ده او حکومت لا هم نه دی
توانېدلی چې په کلدارو بندیز ولګوي.

په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند او یو شمېر نور ولایتونو کې ټوله راکړه ورکړه په کلدارو او یا هم په ډالرو ترسره کیږي.

که څه هم دولتي مامورینو ته معاشونه په افغانیو ورکول کیږي خو دا لومړی ځل دی چې پولیسو معاشونه په کلدارو ورکولو خبر ورکول کیږي.

د ملي شورا د شکایتونو کمېسیون استازو همدا راز ویلي چې په ځينو سیمو کې خیالي پولیسو تشکیلات موجود دي چې هره میاشت سلګونه زره افغانۍ د ولسوالیو امنیه قومندانانو جیبونو ته ورځي.

یاد کمېسیون وايي چې د ۲۱زره پولیس یواځې د ۳۰۰۰ چارواکو د شخصي ساتونکو به توګه دندې ترسره کوي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدنې کمېسیون وايي چې هر وزیر، والي او قومندانانو شخصي ساتونکي له ۳۰ تر ۱۱۰ پورې رسیږي چې دولتي بودیجې ته سخت زیان رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x