افغانستان

د افغانستان نوی پارلمان د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانیستل شو

تر اوږدو ناندریو وروسته د افغانستان نوی پارلمان د ولسمشر حامد کرزkarzaiي له خوا پرانیستل شو.
د چهار شنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۶مه/د دلو/سلواغې شپږمه) ولسمشر کرزي د نوې ملي شورا د پرانیستلو پرمهال د تېرو پارلماني ټاکنو په اړه لاسوهنې سختې وغندلې.
ښاغلي کرزي وویل: ”په تېرو ټاکنو کې ډېرې لاسوهنې وشوې، خو پوښتنه دا ده چې کوم ځواک غواړي چې د هېواد درې ګونی ځواک ګډوډ کړي؟”
د پرانيستو په وینا کې ولسمشر حامد کرزي د هېواد لومړۍ ملي شورا په اصل کې د خلکو د هڅو او کوښښونو په پایله کې رامنځ ته شوه.
ښاغلي کرزي وویل لس کاله مخکې هرڅه ویجاړ ول، خو د افغانانو په هڅه هرڅه تر یوه حده بېرته ورغول شول او اساسي قانون جوړ شو.
حامد کرزي وویل :”د تېرو پارلماني ټاکنو د لغوه کولو ډېرې هڅې وشوې، خو دا هڅې د پر پښو ولاړ نظام په ړنګولو ونه توانېدې. باید ووایم چې تېرې پارلماني ټاکنې د افغانانو په هڅه ترسره شوې، او افغانانو وښوده چې ولسواکي غواړي، چې د ملګرو ملتونو په وینا پکې ۱۴۰ میلیون ډالر ولګول شول.”
نوموړي وویل چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د طالبانو د رژيم له ړنګېدا وروسته لاهم په هېواد کې امنیت نه دی ډاډمن شوی، چې زرګونه کسان په روانه شخړه کې وژل شوي دي.
ولسمشر کرزي وویل چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې باید افغان ځواکونو د امنیتي چارو د سپارلو وړتیا ولري، د ولايتي بیارغونې ډلو PRT په ګډون باید ړیوال غیرضروري سازمانونه په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.
غواړم پاکستان ته دا ډاډ ورکړم چې افغانستان کې به هېڅکله هم د پاکستان د ورانۍ ځای نه وي. دا پیغام باید پاکستان ته ورسول شي او پاکستاني وروڼه باید په دې کې هېڅ شک ونه لري.
حامد کرزي وویل چې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له امنیت پرته ناممکن دی، چې د سولې د عالي شورا په مشوره باید له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وشي.
نوموړي یوځل بیا په هېواد کې پر ټولو جنګیالیو ډلو غږ وکړ، چې ” وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای او خپل هېواد اباد کړي.”
حامد کرزي وویل چې ترهګرۍ په کلیوالو سیمو کې نه شته، او نه دا جګړه د کلیو په بمبارۍ او بربادولو کامیابېږي.
هغه پر پاکستان هم غږ وکړ، چې د سیمې او په تېره بیا د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.
پر همدې مهال په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي پروړاندې ټاکنو ته ولاړ او د ‘تغییر او امید’ ډلې مشر عبدالله عبدالله، جګپوړي حکومتي چارواکي، د بهرنیو هېوادونو استازي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيترېیاس هم د نوي پارلمان د پرانیستلو مراسمو ته ورغلي ول.

افغان امنیتي چارواکو له کابل ښاریانو او حکومتي مشرانو غوښتي چې د پرانيستې د مراسمو پرمهال دې د ملي شورا شاوخوا سيمو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
قانون د ملي شورا د نوې دورې د پرانیستنې واک چې له ولسي جرگې او مشرانو جرگې جوړه ده، ولسمشر ته ورکړى دى.
خو دا ځل نه يوازې د ولسي جرگې پر جوړښت حقوقي او جنايي ناندرۍ شته، چې د مشرانو جرگې درېيمه برخه غړي هم لا نه دي انتصاب شوي.
ارگ وايي چې د داسې يوه نيمگړي ترکيب د ژر پرانستنې پرېکړه يې د بهرنيانو تر فشار لاندې وکړه چې په سر کې يې امريکا، اروپايي ټولنه او ملگري ملتونه يادېږي.
خو له دې سره سره به هم د پارلماني چارو د وزارت په وينا مراسم د اصلي گډونوالو ترڅنگ، دوديز بهرني مېلمانه هم ولري.

امنیتي مسوولين وايي د ناوړو پېښو د مخنيوي په موخه یې له تېرې نېمې شپې د ملي شورا د ودانۍ شاوخوا ګڼ پولیس اوسرتیري ځاى پرځاي کړي دي.

دوى نه يوازې له عادي وگړو چې له حکومتي مشرانو هم غوښتي چې د مراسمو په بهير کې د ملي شورا شاوخوا سيمې ته ورنشي.

تر طالبانو وروسته پړاو کې دا د افغانستان د ملي شورا دويمه دوره ده چې کار پيلوي. خو دا ځل شورا پر داسې يوه مهال پرانستل کېږي چې د ولسي جرگې پر يو شمېر غړو د درغليو او آن جنايت تورونه شته چې ځانگړې محکمه يې لا هم په پلټنو بوخته ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي یو شمېر بهرني عناصر په هېواد کې د سیاسي کړکېچ په رامنځ ته کولو تورن کړل.

ښاغلي کرزي که څه هم په ښکاره د چا نوم یاد نه کړ، خو وویل چې یو شمېر بهرنیو عناصرو د ولسي جرګې بریاليو اعلان شوو نوماندانو ته ویلي چې له ولسمشر پرته دې جرګه پرانیزي.

نوموړي دا څرګندونې د ولسي جرګې له یو شمېر معترضو نوماندانو سره په وروستۍ لیدنه کې کړې چې د افغانستان له حکومتي تلوېزیون څخه خپره شوه.

په داسې حال کې چې نن د افغانستان ملي شورا پرانیستل کېږي، یو شمېر معترضو نوماندانو له ولسمشر کرزي غوښتي چې د ټاکنیزو درغلیو د څېړنې د ځانګړې محکمې له پریکړې مخکې، ولسي جرګه افتتاح نه کړي.

دغو معترضو نوماندانو تېره ورځ په ارک کې له ولسمشر کرزي سره د لیدو کاتو پرمهال پر هغه کلکې نېوکې وکړې چې په پارلماني ټاکنو کې د پیدا شوو ستونزو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.

په دغه ډله کې یو هم د کاپېسا ولایت معترض نوماند حاجي فرید و چې، ولسمشر یې وننګوه چې د ځانګړې محکمې پرېکړه دې عملي کړي.
ولسشمر دې استعفی وکړي

پر ښاغلي فرید سربېره یو شمېر داسې نور معترض نوماندن هم ول چې په سملاسي ډول یې له دندې د ولسمشر د استعفی غوښتنه کوله.

ولسمشر د دغو کسانو د تندو نیوکو په ځواب کې وویل د پارلماني ټاکنو د درغلیو څېړنه او په اړه یې پریکړه یوازې د سترې محکمې کار دی.

ښاغلي کرزي وویل دی سترې محکمې په لارښوونې ولسي جرګه پرانیزې چې د ده په ټکو د یو شمېر بهرنیو کړیو هغه دسیسه ورشنډه کړې چې غواړي له دغې موقع نه په استفادي په افغانستان کې سیاسي بحران ته لمن ووهي.

نوموړي په دغه برخه کې د کومې ځانګړې بهرنۍ کړۍ نوم یاد نه کړ.

د ولسمشر کرزي او معترضو نوماندانو دغه ناسته د افغانستان په ملي تلویزون کې وښوول شوه.

ښاغلي کرزي معترضو نوماندانو ته ډاډ ورکړ چې په ټاکنیزو درغلیو ښکېل کسان به په نښه شي او ځانګړې محکمه به یې په اړه پریکړه وکړي.

ده وویل چې د محکمې د پرېکړې د منلو لپاره یې له بریالیو نوماندانو هم لیکلی سند اخیستی دی.

کله چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني انتخاباتو ټولې رایی اعلان کړي یو شمېر کاندیدانو اعتراض وکړ چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او د دوی حق خوړل شوی دی.

دغه کسان په ټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو په تړاوو یو شمېر اسناد هم له ځانه سره لري،چې دا مهال یې یوه ځانکړې محکمه څېړي.

bbc pashto

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x