نړۍ

مصري ولس ته د محمد مرسي ليک

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۴مه ۱۳۹۳ل): د اخوان المسلین ګوند اړوند «اخوان ان لاين» ويبپاڼې له زندانه د مصر د منتخب ولسمشر دوکتور محمد مرسي يو را استولی ليک خپور کړی، چې د خپل ولس په نوم يې ليکلی او موږ کټ مټ د خپلو لوستونکو لپاره پښتو کړی دی.

د مصر ټاکل شوي ولسمشر له خوا خپل ولس ته

اې سر لوړې ولسه! د نوي هجري کال په رارسېدو تاسې ټولو ته مبارکي وايم او هېواد مو د سوله ييز انقلاب په درشل کې دی. د هېواد د انقلابي ځوانانو هوډ او عزم لا هم ورځ تر بلې غښتلی کيږي.

تاسې ټولو ته په داسې حال کې مبارکي وايم، چې د پوځي کودتا پر ضد ستاسې هڅو، قربانيو او سرښندنو زما زړه را يخ کړی او د پوځي کودتايي رژيم واکمنان يې وارخطا کړي دي او په دې خبره پوه شوي، چې د هېواد راتلونکي کې د دوی ژوند سختو ننګونو سره مل دی او يوه ورځ به خامخا خپل ولس ته د ځواب لپاره وړاندې کيږي.

زه خپل ولس ته ډاډ ورکوم، چې کودتاچي رژيم سره مې له هر ډول خبرو او مذاکراتو انکار کړی او د خپل انقلاب پر اصولو او د شهيدانو پر وينو به هېڅکله سودا ونه کړم.

دغه کودتاچي رژيم او واکمن يې غواړي، چې دولس له محکمې ځانونه خلاص کړي او اوس داسې حال ته رسيدلي، چې دوی خپل ولس ته ځانونه نه شي منسوبولی؛ ځکه چې دوی د خپل ولس په حق کې داسې ظلمونه او تېري کړي، چې اوس يې دوی په خپله له بد انجام څخه په وېره کې دي.

زه د خپل انقلاب ټولو لارويانو، مشرانو، محصلينو او مفکرينو ته وايم، چې «پوځي کودتا نه منو او هيڅکله به پرې اعتراف ونکړو» هيڅکله به له خپل انقلابه وروسته نه شو او نه به د خپلو شهيدانو پر وينو سودا وکړو.

هر کال مو بختور شه، ټول کال مو د انقلاب او ازادۍ شه او زه هېڅکله د الله تعالی له مرستې نه ناامېده کېږم او پر الله تعالی مې یقين او باور دی، چې موږ سره به مرسته او نصرت کوي او پر تاسې هم باوري يم، چې د انقلاب له دې غښتلي او سپېڅلي سفر څخه به نه ستړي کېږئ.

ان شاءالله زه به هيڅکله له زندانه ونه وځم، تر څو مو چې ځوان انقلابي بنديان له زندانه نه وي راوتلي او تر هغو به خپل کور ته ولاړ نه شم، تر څو چې زموږ پاک لمنې خويندې په عزت خپلو کورونو ته نه وي ستنې شوي . زما ژوند د انقلاب د شهيدانو له وينو ډېر مهم نه دی. حتی زه چې خپل انقلابي ځوانانو ګورم، نو زما عزم او ارادې نورې هم قوي کيږي او خپل هغه شهيدان به هېڅکله هېر نه کړم، چې د کودتاچي رژيم له خوا وژل شوي او زه پوهېږم، چې د دې ټولو د زړه دوا يوازې او يوازې انقلاب دی او د دوی قاتلين به خامخا قصاص کيږي.
د خوښۍ زېری به ډېر ژر واوری او د خپل انقلاب لار مو سرته ورسوئ. الله تعالی د حق ملګری دی او هيڅکله به ستاسې هڅې ضايع نه کړي.

زموږ انقلاب خپل منزل ته په رسيدو دی او ډېر ژر به د خوښۍ ملاقاتونه سره وکړو ان شاءالله.

محمد مرسي

د مصر منختب ولسمشر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یحیی

الله دی کامیاب لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x