افغانستان

«يونس قانوني د صدارت له ماڼۍ غلا کړې»

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۴مه ۱۳۹۳ل): افغان ژورناليست او ليکوال رزاق مامون د ايتلافي حکومت د لومړي مرستيال جنرال دوستم د نژدې سرچينو له قوله ليکلي، چې د پخواني ولسمشر کرزي لومړي مرستيال يونس قانوني د خپل دفتر د پرېښودو پر مهال يوازې څلور دېوالونه پرېښي او د دفتر ټولې قالينې، کوچونو، فرنيچر او نور لوازم يې له ځان سره وړي وو.

رازق مامون د جنرال دوست له قوله وايي، چې د سوګند له پورته کولو يوه ورځ وړاندې دصدارت مانۍ د لومړي مرستيال دفتر ته ولاړ او هلته هر څه پر خپل ځای و، مګر د لوړې د مراسمو پر سبا، چې خپل دفتر ته ولاړ، غالۍ، فرنيچر، کوچونه او نور لوازم هيڅ هم دفتر کې نه ول او دی يوازې څلورو دېوالونو ته ورغی او د دفتر ټول رسمي املاک د مارشال فهيم او يونس قانوني ملګرو لوټ کړي وو.

دوستم وايي، چې «د پېښې په اړه مو د دفتر له کارکوونکو پوښتنې وکړې، نو ټولو ويل، چې دوی نه دي خبر او چې د لومړي مرستيال د دفتر مالي مسؤول مو راوغوښت، چې دفتر لپاره نوې سوداګري وکړي، نو هغه ويل، چې دوی سره خو بوديجه نه شته.»
سرچينه زياتوي، چې جنرال دوستم د نورو مالونو د رانېولو لپاره له خپل جېبه پيسې ورکړې او له سره يې نور دفتري لوازم راوړل.

کارپوهان وايي، که د جنرال دوستم د خولې روايت شوی خبر رښتيا وخيږي، نو دا به د افغانستان په سياسي تاريخ کې يوه لويه رسوايي او بې شرمي وي او د کاواکه ايتلافي حکومت کړکېچن حالت به نور هم ترينګلی کړي.

د رزاق مامون په وينا دا لومړی ځل نه دی، چې له ارګ څخه غلا کيږي. له دې مخکې ۱۳۷۱ ل کال کې، چې کله حضرت صبغت الله مجددي د درې مياشتو لپاره د افغانستان ولسمشر شو، نو د خپلې دورې د ختمېدو پر مهال یې د ارګ قالينې او نور يو شمېر مهم لوازم د غنيمت په توګه ځان سره وړل، مګر د احمدشاه مسعود پلويانو يې مخه ونيوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x