افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو نهه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع وزارت مسوولین وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د ملي اردو نهه تنه عسکر وژل شوي دي.

له دې وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي اردو نهه تنه عسکر، په نښتو او چاودونو کې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ طالبانو د بدخشان په وردوج کې ۲۳عسکرو ته د مرګ ـ ژوبلې او د پنځو پوستو د نیولو خبر ورکر.

تر دې وړاندې د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پخپله ټويټر پاڼه کې لیکلي و، چې په تېرو یوولسو کلونو کې نږدې ۷۰۰۰ یواځې د اردو عسکر وژل شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې د ملي اردو نهه تنه عسکر د د زابل، قراه، غزنی او روزګان په ولایتونو کې د عملیاتو په وخت وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې يې ۲۴ طالبان له منځه وړي او لسګونه نور يې ټپیان کړي دي، خو د طالبانو ویاند ډېری وخت ورته ادعاوې ردوي او وايي چې دولتي مسوولین خپلو عسکرو ته د روحيې ورکولو په مؤخه ورته دعوې کوي چې رښتیني نه وي.

یاده دې وي په دې وروستیو کې د ملي اردو تلفات لوړپوړو نظامي مسوولینو ته خورا اندېښمنوونکې ښکاري. د دوی په خبره د ملي اردو د ناسمو تجیهزاتو له امله ورته ډېر تلفات رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x