شعـــــرونه

تړون یې ور لاسلیک کړ امریکې ته – محمد امین بسمل

شاعر: محمد امین بسمل

بدان او نېکان ګډ ولاړل مکې ته
یوڅو لا ارګ کې پاته دي نشې ته

په کومو سترګو ګوري د رب کورته
بیا ګوري په څه شان خپلې څېرې ته

دنورو سرو چړو ته خپل ورورنیسي
اخېر به دوی هم څملي دې چړې ته

ځان نغاړي هم په سپینوهم په سرو کې
خبر نه دي ورځي تورې تیارې ته

له هسکې مینا راکړه څوجامونه
درځم جانه دشونډو میکدې ته

زما اوستا دزړه کوڅې دي پاکې
موږ نه ورځو د دوی تورې کوڅې ته

پرون یې مدرسې په کاڼو ویشتې
نن تللی دی د شېخ دبېخ سایې ته

هغه ګوډ شیطان کوم چې خپل ملک وپلور
تړون یې ور لاسلیک کړ امریکې ته

له پامه مې بد شوي نوم یې ماخله
غوږ نه نیسم ددې سپېرو کیسې ته

په نوم دعدالت یې چور تالا کړو
راغلي ټپوسان زموږ دېرې ته

پېزوان په پېزوانه یې سره بند کړل
دچا یې زامې سمې کړې قیضې ته

هغه خره دبېګار لا له دوی ښه دي
دشپې خو ارام ولاړ شي تبیلې ته

بسمل یم سرمې جارله افغانستانه
نه ګورم دچا شان او دبدبې ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x