افغانستان

غزني کې امریکايي ځواکونوزرګونه شنې ونې له منځه وړې

cutting_treesنن تکی اسیا/ له غزنی نه په ورکړل شویو خبرونه کې ویل شوي امریکايي ځواکونو دناڅرګندو دلایلو لمخې بندسردې ته څیرمه  له خانی کلا نه تر کوټه سنګي سیمې پوري دلارې یوه او بله غاړه ولاړې په زرګونو حاصل لرونکې شنې ونې له منځه وړې او دا شنه سیمه یې له یوې مخې لغړه کړې ده.
همدا راز دبند سردې له مرکز نه بیا تر نظام قراول پوری د۸۰۰ مترو په فاصله دسړک ښې او کڼ لورې ته ولاړې ونې یې له بیخه ایستلې.

افغان ولسمشر حامد کرزی دناټو ځواکونو پر دې ناوړه عمل خواشیني څرګنده کړې او له ناټو ځواکونو یې غوښتې چی د ونو وهل دې ودروي . 

لږه موده وړاندي دکرزی له لوری یو هیئت دکندهار هغو سیمو ته ولیږل شو چی دامریکایی ځواکونو له لوری پکې دامید په نامه عملیات ترسره شوي وو او دعامو خلګو کورونو باغونو او نور سامانوته ته یې زیات تاوان واړاوه ، نوموړی هیئت دکندهار په ارغنداب ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې دامریکایی ځواکونو په عملیاتو کې عامو خلګو ته د۱۰۰میلیونه زیات تاوان داوښتولو راپور ورکړ.
دناتو ځواکونو همیشه په خپل سر هر چیرته چې وغواړی عملیات ترسره کوي چې له امله یې عامو خلګو ته زیات زیان اوړی، دافغان حکومت بار بار ږغ کړی چې دایتلاف ځواکونه دي خپل سری عملیات ودروي خو تر اوسه یې بهرنیو ځواکونو پر خبره غوږ نه دي نیولي.
احمد بریال

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x