fbpx
quran-reading

په قرآن کې ارواپوهنه ـ اتمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک
ب_ غوسه:
غوسه  يو مهم انفعالي حالت دى، چې له انسان سره د ځان ساتنې اړوند مرسته کولاى شي، ځکه چې کله يو څوک غوسه کېږي ، نو ټول عضلات يې کارته اماده کېږي، په پايله کې هد ف ته د رسېدو د لارې خنډ له منځه وړي. په قرآن کريم کې د هغوکفارو په وړاندې د سختګيرۍ يادونه شوې، چې د اسلام د  لارې خنډ شوي.

ژباړه:محمد صلى الله عليه وسلم دالله جل جلا له رسول دى، د ده ملګري په کفارو ډېر سختګېره دي، او په خپلو منځوکې ډېر مهربان….(فتح، ٢٩ آية)

ژباړه:اى د ايمان څښتنانو! ستاسې سره له نږدې کافرانو څخه جهاد پيل کړئ او بايد هغوى په تاسې کې (يوموټى توب او غښتلتوب وګوري) او پردې پوه شئ، چې الله جل جلا له له پرهيزګارانو سره دى.(توبه، ١٢٣آية)

 په قرآن کريم کې د غوسې د انفعالي حالت يادونه شوې ده، چې يوه نمونه يې د موسى عليه السلام په وخت کې د هغه د قوم د ارتداد په کيسه کې شته. کله چې هغه عليه سلام د طور له غره راځي، او خپل قوم د يوه خوسي عابدان ګوري، خپلې لوحې پرځمکه ږدي او هغوى ته سختې خبرې کوي.

 دا دانسان تمايل دى چې د خپلې انګېزې په لار کې هر خنډ له منځه يوسي او دغه له منځه وړنه يې هرو مرو په غوسه پيل کېږي، چې البته پرمثبت عکس العمل يې پيلوي او خپل هدف ته د رسېدو په لار کې هر مادي، مانيز، شخصي، ټولنيز…خنډ له منځه وړي. مګر کله_کله انسان خپله غوسه بل ته لېږدوي، چې اصلاً يې هغه نه خنډ او نه هم د ده غوسې د انفعالي حرکت سبب وي. مثلاً: کله يو ماشوم له خپله پلاره خپه کېږي، مګر خپله غوسه پر خپل وړوکي ورور يا خور سړوي. چې دې ډول لېږد ته (له يو ځايه بل ځاى ته لېږد) وايي.

 کله_کله داسې پېښېږي چې يو انسان له بله خپه کېږي او دغه خپګان چې کومه غوسه زېږوي، پردې خاطر پر مقابل لوري نه سړوي، چې له بدو پايلو يې ډارېږي، مګر بيا هم خپله غوسه يا پر بل چا يا هم د مادي شيانو پر وړولو، ماتولو او… سړوي؛کله_کله دغه غوسه خپل ځانته اړوي او هسې خپل کالي څيروي.

 په قرآن کريم کې دغه ډول غوسه لېږدونه د منافقانو په يادونه کې ياده شوې ده، چې له نورو سره د غوسې سړولو پر ځاى له خپل ځان سره دغه کار کوي:

ژباړه:خبردار! تاسې هغه کسان ياست چې له دوى سره دوستي کوئ او هغوى له تاسې سره دوستي نه کوي او تاسې په ټولو اسماني کتابونو ايمان راوړى او کله چې درسره يوځاى شي نو وايي: ايمان مو راوړى او کله چې يواځې شي نو پرتاسې باندې له ډېرې غوسې د ګوتو سرونه چيچي،ورته ووايه: په خپله غوسه ومرئ،بې شکه الله جل جلا له د سينو پر خبرو خبر دى.(آل عمران، ١١٩آية)

 کله چې پر انسان غوسه غالبه شي سم سوچ نه شي کولاى او ډېر حيرانوونکي حرکتونه کوي يا هم داسې خبرې کوي، چې له غوسې وروسته پرې ښه پېښمانه وي. په همداسې يو حالت کې د انفعالي عواطفو دنده دانسان ساتنه ده. همدارنګه انسان بايد پر غوسې د غلبې چل زده کړي.
پاتې شته…
تېره برخه دلته لوستی شئ:
http://www.nunn.asia/26928/%d9%be%d9%87-%d9%82%d8%b1%d8%a2%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%d9%80-%d8%a7%d9%88%d9%88%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د