شعـــــرونه

غزل – رحمت الله حکیمي

شاعر: رحمت الله حکیمي

چې په لپه کې مـــې ونیــــوې ډیوې

خودبه مارڼا کــــــــوې رڼـــــــا کــــــوې

ولې نه ژړیږم ستاپـــــه هغــــــه حـــــال

چې دې اوښکې ګریوانه ته تویوې

کږلیچنه لاردژوندوي پـــــــام کــــــوه

هسې نه چې په ګړنګ راوخــیــژوې

زه له کوره وتم مور مې راتــــه ویلـــې

چې دښمن به دې له شانه نه وهـــــــــې

ستاغزل غزل ځوانۍ ته مې ســــــلام

په تشبه ، استــــعاره مـــــې وېښــــــوې

ټولمنلیه دیـنه ! ځار دې له کړنلارې

په رڼــــــــــــــه لاره مــــې خپلــــــه سمــــوې

زړه مــــې وښــــــویږي لاړ شي تر جنته

قربانـۍ تـــــه دې چــــــې زوی روانـــوې

خپل دیوال دې په یوه لحظه ساه باسي

چــــې لـــــه بیخ څخه یې پوخ نه جوړوې

پښتو ټینګه غاړه راکړه شه خوشحاله

په لمنــه کـــې چــــې ستـــوري ګرځــوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x