افغانستان

جلال اباد کې محصلینو د ایکسپریس ورځپانې پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): په ننګرهارکې د ننګرهار پوهنتو د طب پوهنځي سلګونو محصلیونو د افغانستان ایکسپریس د توهیني مقالې پر ضد لاریون وکړ.

سلګونو محصلیونو چې له ځانو سره يې سپین بیرغونه لېږدول «مرګ په ډيموکراسي!» او «تل دې وي اسلام» په شعارونو سره د جلال اباد ښار مستوفیت څلورلارې ته راووتل.

لاریونکوونکو په خپلو شعارونو کې د یادې ورځپاڼې د ادارې او د مقالې د لیکوال محاکمه غوښته او پخپلو شعارونو کې يې نوی حکومت په دې ستره ګستاخي ملامت باله.

محصلینو د لاریون په پای کې پخپله پرېکړه لیک کې د ورځپاڼې د بندېدو، د لیکوال او اداري کارکوونکو پر محاکمې سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جواز د څانګې د مامورینو محاکمه هم وغوښته.

په پرېکړه لیک کې يې د داسې بیاني ازادي قیودات غوښتي وو، چې لوړو ارزښتونو ته پکې سپکاوی کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د کابل مرکزي پوهنتون او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون زرګونو محصلیونو هم د یادې ورځپاڼې پرضد پراخ لاریون ترسره کړ.

د کابل د غبرګو پوهنتونونو زرګونو محصلیونو چې سپین او تور بیرغونه يې له ځان سره لېږدول په حکومتي چارواکو غږ وکړ چې د یادې ورځپاڼې ټول کاري وګړي دې د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.

تر دې وړاندې دبهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړو هم د کابل په عیدګاه جومات کې پراخه اعتراضیه ناسته وکړه او په دولتي چارواکو يې د افغانستان ایکسپریس ورځپانې د غړو د محاکمې غږ وکړ.

د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې د تلې میاشتې په درویشتمه پخپله ۴۵۱مه ګڼه کې اسلامي ارزښتونو ته توهین کوونکې مقاله خپره کړې وه چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې يې توند غبرګونونه راوپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x