نادري ناولده

له ډېر لوړوالي ټوپ اچول، د گوگل لوړپوړی چارواکی نړۍ حیرانه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): گوگل کمپنۍ لوړپوړی چارواکی د فلیکس باوم گارټنر (Felix Baumgartner) اتریشي ورزشکار لوړ ارتفاع څخه ټوپ اچولو نړیوال ریکاډ مات کړ. نوموړی د یوې علمي څیړنې لپاره له ډیر لوړ ارتفاع څخه ځمکې ته ټوپ کړ.

له دې مخکې اتریشي ورزشکار فلیکس باوم گارټنر (Felix Baumgartner) دوه کاله مخکې په ۲۰۱۲ز کال کې له یوې ډیرې لوړې ارتفاع څخه ټوپ اچونې ریکاډ مات کړ خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې چې ستا ریکاډ به څومره موده دوام وکړي په ځواب کې وویل: «زما ریکاډ به ډیر زیاد دوام وکړي.»

د فلیکس وړاندې وینه غلطه ثابته شوه او له دوه کاله تیریدو سره امریکايي ایلن یوسټس (Alan Eustace) د گوگل لوړپوړی چارواکی له ازاد سقوط کولو سره له ۴۱۰۰۰ میتر لوړ ارتفاع څخه ټوپ کړ او د غږ څخه په چټک سرعت د غږ پردې څیرې کړې او د غږ سرعت يي مات کړ. دغه خبر د «پاراگون اسپیس» له خوا وکړل شو.

کله چې فلیکس باوم گارتنر له ۳۹۰۰۰ میتر ارتفاع څخه ټوپ کړ ډیرو رسنیو دغه ریکاډ په ژوندۍ بڼه وړاندې کړ خو د یوسټس ریکاډ جوړونه کې هیڅ یوه خبري رسنۍ حضور نه درلود.

یوسټس ټوپ اچونه د «پاراگو اسپیس» شرکت یوه څیړنیز پروژې پر بنسټ وشوه چې د انسان څیړنه په استراتوسفیر (ځمکې دوهمه طبقه) کې به ممکنه کړي.

نیویورک ټایمز راپور پر بنسټ ایلن یوسټس وویل: «ډیره ښایسته نظاره وه. انسان کولی شو د فضا تیاره او اتمسفیر وویني.»

دغه ټول ریکاډ ۴ ساعته وخت ونیو. له ټوپ اچولو وروسته مخکې له دې چې خپل چترۍ خلاصه کړي یوسټس ۵ دقیقې په هوا کې سفر وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x