افغانستان

نورستان والي: کامدېش او برګیمټال د طالبانو ترګواښ لاندي دي

مندنورستان امنیتي چارواکو ویلي دنوموړی ولایت دکامدیش او برګیمټال ولسوالیو ډیره برخه سیمې له طالبانو سره دي او په ازاده پکې تګ راتګ کوي.

دنورستان والی جماالدین بدر خبریالانو ته ویلي کامدیش او برګمټال دوسلوالو طالبانو ترسخت ګواښ لاندي دي ،

 دې سیمو ته طالبان دپاکستان دچترال له لاري راځی او په سیمه کې دحکومت ضد ورانکاري فعالیتونه کوي.

بدر وایي ، طالبان کوشش کوي چی په یادو سیموکې خپل کنترول او ولکه زیاته کړی او له دې لاری دافغانستان شمالي ولایتونو ته لار وکړی، دبرګمټال او کامدیش ډیر ې داسی سیمې له طالبانو سره دی چی دولایت نورو ولسوالیو ته ترې لارې تللې،بدر وايی چی طالبانو دالارې تړلي او خلګو ته دتلو راتلو اجازه نه ورکوي.

والی وایی ، په دې ولایت کې پولیس زیات کمزوری دی او نشی کولای چی طالبانو مخه ونیسی ،مرکزی حکومت دي دې سیمو ته داردو ځواکونه راولیږی چې په سیمه کې دمخالفینو پر ضد پراخ عملیات وکړي.

دبرګیمتال او کامدیش ولسوالیومرکزونه  ډیر ځله دطالبانو لخوا دڅو ورځو لپاره نیول شوي او دولسوالیو امنیتی ځواکونوته یې پکې درنه مرګ ژوبله اړولې.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x