افغانستان

د غزني په قره باغ کې د قوماندان په ګډون ۴ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه تازه ورکول شوی خبر کاږي، چې نن سهار وختې طالبانو د اربکیانو پر یوې پوستې برید کړی، چې په ترڅ کې یې د پوستې د قوماندان په ګډون څلورو اربکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له سېمي نه یو کس د نوم د نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، چې دا پېښه نن سهار وختې د قره باغ ولسوالۍ بازار ته نیږدې په شاغولي کلي کې د اربکیانو په پرتې پوستې کې په داسې حال کې را منځته شوه، چې د ټولې پوستې ساتونکي په خوب ویده او یو یوازې یو اربکي يې پیره کوله.

د سرچینې په خبره، د دې برید په پایله کې دوه اربکیان ځای پر ځای وژل شوي او د پوستې قوماندان حبیب الرحمن او یو بل ساتونکی یې سخت ژوبل شوي دي.

د غزني امنیتي چارواکو او طالبانو  د پيښې په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د غزني د نورو ولسوالیو په پرتله په قره باغ کې هم له وړم کال راهیسې اربکیانو په فعالیت  پیل کړی وو، چې د دوی او طالبانو ترمنځ د زیاتو بریدونو او خونړیو نښتو وروسته یې اکثره پوستې او سېمي له لاسه وتلې او اوس د ټولې ولسوالۍ په کچه له څه کم شلو پوستو نه یوازې پنځه ور پاته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x