افغانستان

فاریاب او میدان وردګ کې دوو مهمو چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت په خوجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې د امنیه قومندان او د تروریزم سره مبارزې مدیر په شمول ۸ مهم امنیتي کسان ټپیان شوي او ۲ پولیس وژل شوي.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ آمر سمونوال محمد نعیم اندرابي وايي چې برید بېګا ناوخته طالبانو د خواجه سبزپوش پر یوې پوستې برید وکړ.

د انداربي په وینا یو شمېر عسکر چې د پولیسو مرستې ته روان وه، د میمنې – مزارشریف پر لاره د طالبانو پر کمین برابر شول.

نوموړی وايي چې په برید کې یو ساتنمن ووژل شو او ددغې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال عزت الله سنګرمل او د تروریزم سره د مبارزې مدیر دوهم څارن محمد اکبر ټپیان شول.

دواړه امنیتي چارواکي اوسمهال د میمنې په افغان – ترک روغتون کې تر تداوۍ لاندې دي.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د تروریزم سره د مبارزې مدیر چې په دغه برید کې ټپي شوی وايي چې «دوی بېګا نیمه شپه د یوې امنیتي پوستې مرستې ته روان و چې د طالبانو پر کمین برابر شو، یو

افسر مو د لاسه ورکړ او زه او امنیه قومندان ټپیان شول».

پژواک خبري اژانس لیکلي چې د امنیه قومندان پښه ماته شوې او د تروریزم سره د مبارزې مدیر پښه او سترګې ټپي شوې.

همدا راز د فاریاب امنیه قومندانۍ د ماین پاکۍ یو انجینر هم په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ووژل شو.

د فاریاب امنیه قومندانۍ د امنیت آمر وايي چې دغه انجینر تېره ورځ د میمنې –مزارشریف پر لاره د ماینونو خنثا کولو لپاره تللی و چې د ماین خنثا کولو پر مهال پرې یو ماین وچاودید.

بل پلو د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د میدان وردګ ولایت یو مالي مسوول یوې چاودنې وژلی.

ددغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې ماین د بېړني حالت ادارې دفتر ودانۍ سره ځای پر ځای شوی و.

نوموړی وايي چې «چاودنه سهار ۸ نیمې بجې رامنځته شوه، ماین د بيړني حالاتو د امادګۍ دفتر ودانۍ ته څېرمه وچاودید چې له امله يې مالي او اداري مدیر ووژل شو».

خوږیاڼي زیاته کړې چې ماین هغه مهال وچاودید کله چې نوموړی دفتر ته ننوتلو.

تر دې مهاله ددغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x