افغانستانخبرونه

ولسمل: «امریکا پر اشرف غني په پټو سترګو تړون لاسلیک کړ»

محمد حسن ولسمل د پښتو ژبې نامتو لیکوال او خبریال دی. له شاهي دورې راهیسې په کابل کې او بیا د جهاد پر مهال په پېښور کې د «افغان ولس» وروسته د «مجاهد ولس» په نامه د انتقادي خپرونې مسئول مدیر و. ښاغلی حسن ولسمل د پېښور پر حاکم وضعیت د سختو نیوکو له امله مشهور دی. اوس هم په افغانستان کې کله نا کله په رسنیو کې راڅرګندېږي او د روان ناورین په باب په تېره له امریکايي ځواکونو سره مخالفې څرګندونې کوي.

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): «ژمن» خبري برېښناپاڼې نن له پخواني افغان خبریال او لیکوال، محمد حسن ولسمل سره د افغانستان او امریکا د اړیکو پر تاریخ، په افغانستان کې د امریکا پر موخو او د امنیتي تړون په باب مفصله مرکه کړې ده.

ښاغلی ولسمل له پیله د افغانستان او امریکا اړیکي ښې نه ګڼي. دی د داوود خان او ریچارډ نیکسن یوې ناستې ته اشاره کوي: « د داوود خان د صدارت په دروان کې، د امريکا ولسمشر مرستيال ريچارډ نېکسن افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغلی و، په رسمي ناسته کې داوود خان له نېکسن نه مالي او پوځي مرسته وغوښته، نېکسن ډېره بې نزاکتي او بې ادبي وکړه، په رسمي مجلس کې يې له داوود خان نه مخ واړاوه او هېڅ ځواب يې ورنه کړ!».

دغه پخوانی افغان خبریال د دې چلند لامل داسې په ګوته کوي: «لامل دا و چې امريکايان، افغانستان ته په هېڅ قايل وو، افغانستان ورته هېڅ اهميت نه لاره او مقابل کې پاکستان ورته ډېر ارزښت لاره».
دا چې امریکایانو له کله راهیسې د افغانستان د نیولو هڅې کولې ولمسل وايي: « د جهاد له پيله امريکايانو زمينه سازي کوله چې څنګه پروګرام جوړ کړي او ځان دلته راورسوي. ما له امريکايانو سره مرکې کړي، هغوی راته ښکاره ويلي چې موږ پروا نه لرو چې افغانستان جوړېږي او که ورانېږي، موږ ته خپل اهداف مهم دي».

ښاغلی حسن ولسمل له افغانستان سره د امریکا اړیکي ښې نه ګڼي، د امریکايي ځواکونو شتون دلته د «زهرو» برابر ګڼي: «په افغانستان کې د امريکايي قواوو شتون د افغانانو له پاره زهر قاتل دی. ما وويل چې امريکا پخوا هم زموږ دوست هېواد نه و، نن مو هم دوست نه دی او شل زره کاله وروسته به مو هم دوست نه شي».

حسن ولسمل په افغانستان کې د ملي اردو پر وړتیاوو بې باوري ښيي: «اوسنی ځمکنی ځواک ډېر کمزوری دی، دا پوځ په امريکايي ډالرو عادت شوی، که سبا دا پيسې پرې بندې شوې، هر پوځي به خپل کور کې ناست وي.

امريکا له موږ سره تل خيانتونه کړي، هېڅ کله يې زموږ په ګټې کار نه دی کړی».

ښاغلی ولسمل په افغانستان کې د امریکايي اډو تر شا لامل د منځنۍ اسیا د طبیعي زېرمو نیول ګڼي: «افغانستان د آسيا زړه دی او په اسيا کې ډېر طبيعي منابع شته دي، امريکا له ډېر پخوا دې منابعو ته سترګې پټې کړي او له پخوا په دې فکر کې ده چې دې ستراتيژيکې نقطې ته څنګه ځان راورسوي او څنګه دې منابعو ته لاسرسی پيدا کړي».

ښاغلی محمد حسن ولسمل چې د تېر کال د «ملي مشورتي جرګې» غړی و چې له امریکا سره په کې پر امنیتي تړون بحث کې ده په دې اړه په زړه پورې رازونه بربنډوي: «کله چې د تړون په تړاو مشورتي جرګه جوړه شوې وه، ما ته هم د دې جرګې غړيتوب راکړل شوی و، ځينې خلک دې ته خوښ وو چې زه د جرګې غړی وم او په پټو سترګو به يې د تړون په خوا نظر ورکړی وي، مګر ما چې په لومړۍ ورځ د تړون محتوا وليده او پوه شوم چې د افغانستان د منافعو پر ضد تړون دی، ماسپښين مې استعفا ورکړه». ښاغلی ولسمل زیاتوي: «له امريکا سره لاسليک شوی تړون موږ ته هېڅ ګټه نه لري، د دې له لاسليکه پخوا هم د پاکستان راکټونو موږ وژلو او اوس مو هم وژني، امريکايانو هېڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی». دغه مجرب خبریال د دې تړون کمزوري داسې بیانوي: «دا تړون دومره خاينانه تړون دی، چې د دې له مخې که امريکايان زموږ زاړه، ځوانان، ښځې او ماشومان قتل عام کړي، موږ نه ملي او نه بين المللي محکمو کې دوی محاکمه کولای شو. موږ يوازې امريکايي مقاماتو ته شکايت کولای شو!». ښاغلی ولسمل د اشرف غني له خوا د تړون لاسلیکېدا په «پټو» سترګو ګڼي: «نو د تړون محتوا ته په کتلو سره، موږ ويلای شو چې دا د ملي منافعو ضد تړون دی او امريکا پر اشرف غني په پټو سترګو لاسليک کړی». ښاغلی حسن ولسمل په پای کې د تړون په تړاو خپله وروستۍ ارزونه داسې کوي: «امنيتي تړون ډېر خطرناک دی، دا تړون د افغانستان له پاره زهر قاتل دی».

محمد حسن ولسمل د اشرف غني او عبدالله عبدالله د ګډ حکومت په تړاو او د دې حکومت د دوام پر امکان داسې نظر لري: «دا ناکام حکومت به يو څو ورځې وچلېږي، له هغې وروسته به تاسې وګورئ چې په دې حکومت کې څه لانجې او پهلوانۍ شروع کېږي. نو زه که څه هم پر اشرف غني باور لرم، خو په دغسې جوړښت کې د اشرف غني ټولې هڅې ناکامېدای شي».

په افغانستان کې دامریکايي ځواکون له شتون او بیا له دغه هېواد سره د لانجمن امنیتي تړون لا لاسلیک سره ډېر افغان روڼ اندي مخالف دي. داسې ښکاري چې پخواني روڼ اندي اوس له نوي ګډ حکومت سره د ښاغلي کرزي د حکومت په پرتله ډېر مخالف دي. ښاغلی حسن ولمسل یو له هغو پخوانیو افغان خبریالانو څخه دی چې تل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر شتون سختې نیوکې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x