
حی علی الجهاد – لطف الله خیرخوا
شاعر: لطف الله خیرخوا
حق شي د غره په سر کې زباد، سړی په مخه واخلي
ناره د حی علی الجهاد، سړی په مخه واخلي
يوه دنيا، يوه عقبا، يو تصور د خوځښت
د مجاهد د څڼو باد، سړی په مخه واخلي
هره تپه، هره څېړۍ، هره ډبره سنګر
د طبيعت د مينې داد، سړی په مخه واخلي
ورانه مورچه، سوې چانټه، په وينو سرې ډبرې
د شهيد شوي جانان ياد، سړی په مخه واخلي
ستا د عظمت په لمن ټوله شپه سجدې کفر شي
دغه ژړا دغه فرياد، سړی په مخه واخلي
يوه معنا، يو تصور او حماسه ده خيرخوا
ستا د غزل خواږه اوراد، سړی په مخه واخلي