افغانستان

د کابل پوهنتون محصلین په اسلامي فکر ګواښل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): په هېواد کې ننګرهارپوهنتون یو له هغو پوهنتونونوڅخه دی، چې محصلین يې د ټولنیز او اسلامي قضایاو اړوند خورا حساس دي. په یاد پوهنتون کې چې مرکزي برخه يې د ننګرهار په سره رود ولسوالي کې ده، له طیب، ښوونې او روزنې او نرسنګ پوهنځیو پرته نور ټول په همدې مرکزي برخه کې موقعیت لري.

ډېری وخت د اسلامي، ټولنیزو او ملي مهمو مسایلو اړوند د دې پوهنتون له محصلینو د غږ تمه کېږي، چې تر ډېره په رسنیزه برخه کې په لاریونونو خورا چټکو غبرګونونو مشهور دی.

که څه هم دولتي سرچینو ډېر وخت په محصلینو بېلابېل تورونه پوري کړي دي، خو محصلینو د لاریون کولو حق د اوسني اساسي قانون له مخې ځان ته ورکړی ګڼي.

د محصلینو د همغږۍ او په مهمو اسلامي او هېوادني مسایلو د غبرګون دغه روحیه د هېواد په نورو پوهنتونو سربېره د هېواد په زړه کې کابل پوهنتون ته هم ورسېده.

د روان کال د تلې د میاشتې په درویشتمه نېټه له کابله په انګلیسي ژبې خپرېدونکې افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې د اسلامي ارزښتونو په وړاندې خورا توهینونکې مقاله خپره کړې وه، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې يې په وړاندې خورا توند غبرګونونه راوپارېدل.

د دې مهمې مسئلې اړوند بیا هم د ننګرهارپوهنتون د محصلینو د لاریون تمه کېده، چې تر دوی وړاندې د کابل مرکزي پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنتون زرګونو محصلینو له سپینو او تورو بیرغونو سره د کابل سړکونه د ترافیکو پر مخ وتړل.

د کابل پوهنتون په محصلینو کې د کابل ښار په زړه کې د سپینو او تورو بیرغونو لېږد او «مرګ په ډیموکراسي!» شعارونو پر رسنیز کېدلو سربېره د دولتي مسوولینو اندېښنې هم راپارولې دي.

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د درېیم کال محصل روح الله سروش وايي چې په پوهنتون کې د اسلامي فکر محصلین شته، چې ډېری وخت د داسې لاریونونو مسوولیت دوی ته متوجه کېږي.

هغه د بیرغونو د لېږد اړوند وویل: «په پوهنتون کې د طالبانو پلویان هم شته، د حزب التحریر پلویان هم  او حزب اسلامي والا هم شته، چې کېدای شي دا تور او سپین بیرغونه د حزب التحریر او د طالبانو د پلویانو وي.»

سروش ونه ویل چې پخپله يې دریځ څه دي، خو ويې ویل چې د ایکسپریس د مقالې پر وړاندې د غږ اوچتول د هر مسلمان مسوولیت دی.

د همدې پوهنتون د عربي ژبې او ادب د دویم کال محصل عبدالقیوم وردګ وايي چې په پوهنتون کې داسلامي فکر ځوانان د استادانو سره په مباحثه کې پېژندل کېږي او تر ډېره هڅه کېږي چې د ازموینو په نمبرو کې يې شاته پاتې کړي.

هغه وايي: «لاریون ټول محصلینو برابر کړی و، او د دې لاریون په منځ کې چې تور او سپین بیرغونه رپېدل، دا يې ښه ثبوت دی چې که استادان هرڅومره سختي کوي، محصلین خپل فکر نه پرېږدي. »

کابل پوهنتون نه یواځې له سیاسي اړخه د مهمو قضایاو په وخت د غږ سرچینه ثابته شوې ده، بلکې په تاریخ کې يې د هېواد د مذهبي ارزښتونو په وړاندې په وخت هم غبرګون ښودلی دی.

ویل کېږي استادان ډېری هڅه کوي چې د مذهبي او ژبني تعصبونو نه په ګټې د فکري محصلینو په منځ کې درز واچوي او د دوی د ګډ حرکت مخه ونیسي، خو د محصلینو په قول دوی دې باريکي ته هم پام کړی دی.

د ارواپوهنې پوهنځي د وروستي کال محصل سمیع الله احمدزی د خاکجبار ولسوالي اوسېدونکی دی، هغه وايي که څه هم د ږېري په پرېښودلو او افغاني کالیو په اغوستلو څو ځلې له ټولګي نه ویستل شوی دی، خو بیا يې هم خپله لاره نه ده پرې اېښې.

نوموړی وايي: «استادان د دې پرځای چې د اسلامي اخوت روحيه پیاوړي کړي، د ژبني تعصب لپاره تبلیغات کوي، تر څو محصلین په وړو مسايلو کې ونښلي او مهمې قضایاوې شاته پرېږدي.»

د ده په وینا محصلین د پوهنتون په لیلیه او له پوهنتونه د باندې د بېلابېلو اسلامي خوځښتونو اړوند سره ناستې کوي او پر دې يې ټینګار کړی چې د درس په وخت کې باید په لوی لاس ځانونه ونه ښيي.

دا په داسې حال کې دی چې کابل پوهنتون د هېواد په زړه کې پروت دی، ویل کېږي ډېری وخت د دې پوهنتون د ګډو زده کړو په خاطر د اخلاقي فساد اړوند هم په خواله رسنیو کې معلومات خپرېږي، خو پر دې سربېره پکې د داسې محصلینو شمېر هم کم نه دی چې له اسلامي فکر ته کار کوي او د استادانو د پټکو وېره يې شاته غورځولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

د کوم ځای نه چی زه معلومات لرم د حقوقو د پوهنځی – طب پوهنځی – ادبیاتو او ځینو نورو داسی استادان ( پنجشیریان او یا د شمال ټلوالی طرفداران)شته چی د افغانیت او اسلامیت نومونو سره حساسیت لری
محصلین دا استادان باید په نښه کړی که ورځ یی راشی چی بیا په خوله تیګی ور ومنډل شی

بیا هم ستاسی نه مننه چی مونګ کولای شو دلته ستاسی په ورځپاڼه کی د زړه بړاس وباسو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x