افغانستان

»د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې دي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): پرون له نږدې اووو میاشتو وروسته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې اعلان شوې، چې پکې ۲۶۰۰ تنه نارینه او ۳۰۸تنه ښځینه نوماندانو برخه اخیستې وه.

د ولایتي شوراګانو په پرونیو پایلو کې ۴۵۸تنه بریالي شوي دي چې له ۳۰۸ تنه ښځینه نوماندانو نه پکې ۹۷ تنه بریالۍ شوې دي.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو اړوند خلک وايي چې د دې ټاکنو پایلې هم لکه د ولسمشرۍ د ټاکنو په څېر د جوړ جاړي له مخې اعلان شوې دي او پوره له درغلۍ ډکې دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حاجي عبدالقدوس وايي چې د دوی له کوڅې نه داسې څوک نوماند شوی و، چې په تبلیغاتي پاڼو کې يې شعارونه هم ورته بل چالیکلي وو.

د نوموړي په خبره یاد نوماند به په پوره ډاډ د خپلې بریا خبرې کولې او له پیله داسې ښکارېده چې تبلیغاتي منډو ترړو ته يې اړتیا نه احساسوله.

په ورته وخت کې د کابل ښار په میرویس میدان کې د کابل ولایتي شورا ته نوماند ببرک کوته سنګي وايي چې دی يې په لومړیو پایلو کې ناکام اعلان شو.

هغه وايي: «ټول هغه څوک کامیابېږي، چې یا واسطه ولري یا هم پیسه.»

د کابل ولایتي شورا ته یوې بلې ښځينه نوماندې حمیدې وردګ رسنیو ته ویلي دي چې د ولس رښتیني استازي نه دي بریالي شوي، بلکې د مافیايي کړیو غړي او زورواکي بریالي شوي دي.

د کابل پوهنتون محصل او د پکتیکا ولایتي شورا ته بریالی نوماند عبدالغني پکتین سره له دې چې پخپله بریالی اعلان شوی، خو پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکي چې بې عدالتي شوې ده.

د پکتیکا ولایتي شورا ته تر ټولو ډېرې رايې په پارلمان کې د پکتیکا ولایت د استازي محمودخان سلیمانخېل زوی افسرخان سلیمانخېل وړې دي، چې بریالي او ناکام ټول نوماندان يې ښکاره درغلې بولي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ګڼ اوسېدونکي او پاتې نوماندان هم نیوکه کوي چې د دې ولایت شورا له دریو نه نږدې دوه برخې د زورواکو او چارواکو زامن او خپلوان بریالي شوي دي.

د جواد مختار په نامه یو تن ننګرهار میشتی فعال بیا وايي چې د دې ولایت په ولایتي شورا کې د لکونو ډالرو په بدل کې د رایو ډېرښت شوی او آن د رایو د پایلو د ورځې په ماښام کې هم لاپکې بدلون رغلی دی.

هغه لیکي: «لطف الله بابا ۳۴۶۵ رایې لرلې د درې لکه ډالرو په بدل کې راغی حال دا چې عطا الرحمن د دویم دور تفتیش وروسته اوه زره رایې لرلې وروسته یې کړ تر پرون ماښام هغه پنځلسم و.»
د بامیان ولایت ولایتي شورا ته نومانده راضیه اقبال زاده وايي چې د رایو په ورځ رایو ته نه، بلکې پیسو ته ارزښت ورکول کېده او یوه رایه ۱۰ـ۲۰ ډالرو پورې خرڅېده.

یاده دې وي د ولایتي شورا د ټاکنو د رایو لومړۍ پایلې د روان کال د ثور په وروستۍ ورځ اعلان شوې، چې ډېرو نوماندانو پرې کلکې نیوکې وکړي.

د ګڼو ولایاتو ښځینه نوماندانو د ولایتي او مرکزي کمیسیونونو مسوولین په دې ملامت کړل چې دوی ته يې د جنسي اړیکو په شرط د بریا ډاډ ورکاوه.

یاده دې وي د لومړیو پایلو د اعلان په وخت هم د ښځینه نوماندانو شمېر همدومره و، چې ځيني شنونکي يې د ښځینه نوماندانو له لوري د پورته شرط د نه پوره کېدو له امله ګڼي، چې په دې شمېره کې کمښت او ډېری نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x