شعـــــرونه

تړون یې ور لاسلیک کړ امریکې ته – د محمد امین بسمل شعر (انځوریز)

makkah

بدان او نېکان ګډ ولاړل مکې ته

یوڅو لا ارګ کې پاته دي نشې ته

په کومو سترګو ګوري د رب کورته

بیا ګوري په څه شان خپلې څېرې ته

Ashraf-ghani-in-kaba

دنورو سرو چړو ته خپل ورورنیسي

اخېر به دوی هم څملي دې چړې ته

ځان نغاړي هم په سپینوهم په سرو کې

خبر نه دي ورځي تورې تیارې ته

له هسکې مینا راکړه څوجامونه

درځم جانه دشونډو میکدې ته

زما اوستا دزړه کوڅې دي پاکې

موږ نه ورځو د دوی تورې کوڅې ته

unknown

پرون یې مدرسې په کاڼو ویشتې

نن تللی دی د شېخ دبېخ سایې ته

هغه ګوډ شیطان کوم چې خپل ملک وپلور

تړون یې ور لاسلیک کړ امریکې ته

atmar

له پامه مې بد شوي نوم یې ماخله

غوږ نه نیسم ددې سپېرو کیسې ته

په نوم دعدالت یې چور تالا کړو

راغلي ټپوسان زموږ دېرې ته

پېزوان په پېزوانه یې سره بند کړل

دچا یې زامې سمې کړې قیضې ته

khar

هغه خره دبېګار لا له دوی ښه دي

دشپې خو ارام ولاړ شي تبیلې ته

بسمل یم سرمې جارله افغانستانه

نه ګورم دچا شان او دبدبې ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

بسمل صیب ډیر ښه شعر مو لیکلئ. نن ټکي آسیا ته په خیر راغلئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x