fbpx

یو افغان پولیس درې بهرني عسکر په ډزو ووژل

ana1(نن تکی اسیا) دیوې باوري سرچینې د معلوماتو لمخې تیره ورځ دکابل ولایت سروبي ولسوالي دازبین په سیمه کې یوه افغان عسکر پر دریو بهرنیو پوځیانو دخپل ټوپک خوله را واړوله او درې سره یې ځای پر ځای ووژل .

سرچینه زیاتوي پیښه په یاده سیمه کې دبهرنیوځواکونو په یوه پوځي مرکز کې رامنځته شوه او وژل شوي پوځیان دفرانسې هیواد مربوط عسکر ښودل شوي دی .

سرچینه وړاندي زیاتوي چې حمله کونکی عسکر (احمد) نومیږی دلغمان ولایت دپشیې ردې اوسیدونکي دی او له ډیره وخته په دې مقصد چې یوه ورځ به په بهرنیو پوځیانو له نیژدې نه ګوزار کوی په پولیسو کې داخل شوي وو.

نوموړي تیره ورځ   له خپلې وسلې نه په استفاده په بهرینو عسکرو برید ترسره کړ او دپلان شوی تکتیک لمخې له سیمې خوندي وتلي ،

له بلې خوا طالبانو پیښه تاید کړې او وایی چی حمله کونکی کس له برید وروسته ددوي له نفرو سره یوځای شوی او یو میل درازکوف او یو دوربین یې هم له ځان سره راوړی.

سو ورځې وړاندي دهلمند په ولایت کې یوه افغان قومی مشر مامور معراج الدین پر یوه خارجي افسر د ډبرو برید کړي وو او ځای پر ځای یې وژلی وو .

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د