افغانستان شپاړلس کلنو لوبډلې قطر هم له مخې لرې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): نن یکشنبه د افغانستان او قطر شپاړلس کلنو لوبډلو تر منځ د کرکټ یوه ورځنۍ سیالي وه. د لوبې پچه قطر لوبډل مشر وگټله او د توپوهنې فیصله يې وکړه.

قطر توپوهنې له پیله ښه نه وه او په لومړیو دوو اورونو کې يي خپل لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ. د لومړي لوبغاړي تر سوځیدو وروسته داسې ښکاریده چې قطر لوبډله دغه لوبه بیرته کنټرولوي؛ خو افغان ځوانو لوبغاړو دغه خوب رښتیا کیدو ته پرینښود.

قطر له ۱۲ اورونو او دوو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته ۴۰ منډې جوړې کړې وې چې له دې وروسته د قطر لوبډلې ټول توپوهونکي د افغان اتلانو پر وړاندې د شگو دیوال ثابت شول او ټوله لوبډله يي ۶۳ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل په داسې حال کې چې د لوبې ۱۰ اورونه پاتې ول.

افغان توپ اچوونکي محمد صابر ۳، قیس ۳ او عصمت ۱ لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

افغان اتلانو ۶۴ منډو په تعقیب توپوهنه پیل کړه او د افغانستان لپاره د توپوهنې پیلوونکي لوبغاړي ډیر ښه وځلیدل او په شروع کې يي د قطر لوبډلې ته د ماتې احساس ورکړ.

افغان ځوانانو یوازې په ۶ اورونو او یو لوبغاړی له سوځیدو وروسته ۵۰ منډې جوړې کړې.

افغان ځوانو اتلانو په ۷ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی په سوځیدو دغه لوبه وگټله او قطر ته يي په نهه ویکټو بې سارې ماتې ورکړه.

د دغې لوبې غوره لوبغاړي جایزه قیس او محمد صابر وگټله.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close