افغانستان

بدخشان: طالبانو لس عسکر وژلي او دېرش يې ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د بدخشان ولايت وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي عسکرو تر منځ سختې خونړۍ نښتې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره ورځ دوه بجې د يادې ولسوالۍ صفيان سيمه کې د ملي اردو او پوليسو پر پنځو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي و او تر پرون ماخستن ناوخته يې دوام وکړ.

مجاهد زياتوي، چې د دوی ملګرو دغه جګړه کې لس عسکر وژلي او ۱۳ يې ژوندي نيولي او د دې ترڅنګ پنځه امنيتي پوستې، ګڼ شمېر پوځي مهمات او څلور رينجرې يې ځان سره غنيمت کړي دي.

وروستي راپورونه وايي، چې نن د ورځې په اوږدو کې طالبانو د ملي اردو او پوليسو اوولس نور عسکر هم ونيول.

ذبيح الله مجاهد په خپله تازه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پرونۍ جګړې پر مهال يو شمېر عسکر خوندي ځايونو کې پټ شوي وو، چې نن سهار د دوی ملګرو ونيول.

د ښاغلي مجاهد له قوله د دوی ملګرو اوولس عسکر له يو شمېر وسلو يو ټانک او يو رينجر سره په داسې حال کې ونيول، ځانونه يې خوندي ځای کې پټ کړي وو.

په دې وروستيو کې يو شمېر رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي، چې د پخوا په پرتله طالبانو شمال کې د خپل واک او ځواک سيمې پراخې کړي.

طالبانو د بدخشان، فارياب، سرپل، کندز او د شمال ولايتونو نورو سيمو کې خپل شتون ثابت کړی او هر وخت په اسانه په هر ځای کې بريدونه او چاودنې کولای شي.

رويټرز خبري اژانس په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د سيمې خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د دولتي محاکمو پر ځای د طالبانو قاضيانو ته وروړي.

د رويټرز خبريال د ځايي خلکو له قوله وايي، چې دولتي قاضيان ترې د عادي قضيې د حل لپاره هم په لويه کچه رشوت غواړي او دعوه کلونو کلونو ته غځوي او د طالبانو قاضيان سخته او ستونزمنه قضيه هم په لنډه موده کې له هر ډول مصرف پرته د شريعت په رڼا کې ور حل و فصل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x