نړۍ

اسلام اباد: «نړیوال اسلامي پوهنتون» کې د اسراییلو کلتور نندارې ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۴مه ۱۳۹۳ل): د اسلام اباد په زړه کې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان لخوا جوړ شوي پوهنتون کې په لومړي ځل د اسراییلو کلتور نندارې ته وړاندې شو.

دغه ۳ ورځنۍ میله چې د اداري علومو د پوهنځي لخوا د «ملګرو ملتونو تقریري سیالۍ» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، په کې د اسراییلو لپاره هم ځانګړی نندارتون ورکړل شوی و. په میله کې د اسراییلو د لومړي وزیر نیتن یاهو انځورونه، د اسراییلو بیرغونه او یو شمېر بینرونه لګېدلي وو.

په دې نندراتون کې د نورو هېوادونو سربېره د اسراییلو کلتوري نندارتون هم جوړ شوی و. په میله کې اسراییلو د خوراک څښاک اشیا، مصنوعات، جامې او نور د ښځو او نارینه وو د ښایست شیان اوډل شوي وو.

د نندارتون دننه یو بینر لګېدلی و او پرې لیکل شوي و «د سولې او نیکمرغۍ خاورې ته ښه راغلاست».

پاکستان تر دې مهاله له اسراییلو سره دیپلوماتیک اړیکي نه لري او پاکستان یوازینی هېواد دی چې په پاسپورت یې په څرګندو ټکو لیکل شوي چې «د پاسپورت حامل له اسراییلو پرته نور هر هېواد ته سفر کولای شي.»

د اسراییلو نندارتون د پوهنتون محصلین او عام خلک غوسه کړي او داسې احتمال هم شته چې د دې کار له کبله پوهنتون کې لاریونونه وشي او پوهنتون بند شي. په دغه پوهنتون کې د پاکستان د اسلامي ګوندونو په تېره د جماعت اسلامي نفوذ پاموړ دی.

اسراییل چې په نړۍ کې د یوه ترهګر هېواد په توګه پېژندل کیږي په دې وروستیو کې تر ۲۲۰۰ زیات بې ګناه فلسطیني مسلمانان په شهادت ورسول او په زرګونو نور يې ټپيان کړل.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې اسراییلو مسلمانان د لومړۍ قبلې مسجد ته له ننوتلو څخه منع کړي.

د شرعیاتو او حقوقو پوهنځي استاد او د پوهنتون حقوقي سلاکار ډاکتر عزیز الرحمن د اسراییلو نندارتون په اړه ویلي چې محصلینو ته د نندارتون لګولو اجازه نه وه ورکړل شوې بلکې دوی پر خپل سر دغه کار کړی و.

راپورونه وايي چې د اسراییلو د نندارتون له امله کمېسیون جوړ شوی او په اړه يې څېړنې کیږي.

که څه هم د پوهنتون اداره د اسراییلو د نندارتون په اړه ناخبري ښيي خو محصلین وايي چې دا هيڅ احتمال نه لري چې د پوهنتون د ادارې د سلا مشورې پرته دې دغه کار شوی وي. د پوهنتون رئيس د سعودي هېواد تبعه دی.

Islamic-University-in-Islamabad-Hosts-Israel-Cultural-Event Islamic-University-in-Islamabad-Hosts-Israel-Cultural-Event-1 Islamic-University-in-Islamabad-Hosts-Israel-Cultural-Event-2 Islamic-University-in-Islamabad-Hosts-Israel-Cultural-Event-3 Islamic-University-in-Islamabad-Hosts-Israel-Cultural-Event-4 Islamic-University-in-Islamabad-Hosts-Israel-Cultural-Event-5

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دا د پاسپورت خبره خو تاسی وکړه – او په ظاهره چی هر څه وی دی- خو په باطن کی د اسرایلو مبارزه د کفر لپاره واضح او روښانه ده خو د پاکستان د دولت مبارزه د عیسویت او یهودیت لپاره په خفا کښی ډیره خطرناکتره ده د هغوی د دسیسو په پام کی نیولو سره- ( ژوندی مثال یی د امریکایانو تجاوز نه د هغوی د دولت ملاتړ په ۲۰۰۱ کال کښي) ددی نه لوی او روښانه دلیل د پاکستان دکفری پالیسی لپاره بل نشی کیدلای- ا و هر بامنطقه – او باشعور ه مسلمان په دی نور پوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x