امريکايي ځواکونو په افغانستان کې يورانيوم لرونکي بمونه او وسلې کارولي

دوى سپين فاسفورس هم کارولى، چې ښکاره بېلګې يې په فراه او کاپيسا کې ليدل شويafghanistan_child_injured_by_cluster_bomb

له دې امله د افغانستان دوه پر درې برخه د ژوند کولو وړ نه ده او دا ستونزه د ځمکې تر موجوديت پورې دوام کوي

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ له جګړې څه باندې نهه کاله تيريږي، چې تر ګردو لوى زيان يې افغان ولس ته اوښتى دى.

يو افغان ډاکټر دواد ميرکى وايي، ددوى د څېړنو له مخې بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول امريکايي ځواکونو په افغانستان کې يورانيوم لرونکي بمونه او نورې منعه شوې وسلې استعمال کړي دي.

داود ميرکى وايي امريکايي ځواکونو په افغانستان کې هغه وسلې او بمونه استعمال کړي چې د اټومي بمونو او يا اټومي انرژۍ له پاتې شونو څخه جوړ شوي دي.

داود ميرکي له سرنوشت ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه وسلې چې له يورانيومو څخه جوړې شوي د استعمال په وخت کې لومړى اور اخلي او تر هغه سوزيږي، چې خپل هدف ته ورسيږي او له هغه وروسته چاودنه کوي، هلته موجوده انسانان، حيوانات او بوټي له منځه وړي او دغه وسلې په دوړو او خاورو بدليږي. ميرکى زياتوي چې دغه دوړې بيا وروسته د بادونو او اوبو له لارې تيتيږي او خلک يې تنفس کوي. له تنفس وروسته دا مواد سږو او لمفاوي غدو ته ځي چې بيا د وينې په واسطه د بدن ټولو حجرو ته انتقاليږي او په حجروي سطحه شعاع توليدوي، چې پر ډي ان اې اثر کوي.

نوموړى وايي چې کله څوک دغه مواد تنفس کړي د زيږولو توان له لاسه ورکوي او يا هم ماشوم له دريو مياشتو وروسته د مور په ګېډه کې ضايع کيږي، د ميرکي په وينا چې که ماشوم پيدا شي يا معيوب وي، يا يې د بدن غړي نه وي او يا هم نورې ستونزې او ذهني کمزورتيا هم لري. دا وسلې څو ډوله سرطان، شکر او داسې نورې ناروغۍ هم پيدا کوي.

ښاغلى ميرکى وايي چې په دې اړه يې څېړنې کړي او ددې ډول وسلو خطرناکې اغيزې يې په افغانانو کې پيدا کړي هم دي.

داود ميرکى وايي چې د کنډين يورانيوم مېډکل سنټر په نوم يو مرکز هم په دې اړه څېړنې کړي دي او دا يې ثابته کړې چې په افغانستان کې امريکايانو په پراخه کچه يورانيوم لرونکې وسلې او بمونه استعمال کړي دي.

نوموړى وايي چې ددې مرکز غړي کابل ته راغلل او د ‌ځينو افغانانو ادرار يې واخيست او د برېټانيې مشهور لابراتوار ( جيولاجيکل لابراتوار) ته يې ولېږه چې هلته ددغو افغانانو په ادرار کې د يورانيومو اندازه له (٣٠٠٠- ٢٠٠) ننوګرامه ثابته شوه په داسې حال کې چې نورمال يې په انسان کې ١٠ ننوګرامه وي. ميرکى وايي چې د هغه کسانو په ادرار کې دا اندازه تر ٢٠٠٠ ننوګرامه زياته ثابته شوه چې د امريکايي ځواکونو له خوا يې له يو بمباري شوي کور څخه مړي را ايستلي وو.

نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته په دې ځانګړې مرکه کې وويل، چې موږ د افغانستان په ګڼو سيمو کې څېړنې کړي او ددې ددې ډول ممنوعه وسلو اغيزې مو موندلي دي لکه په توره بوره کې چې ډېرى ښځې خپل ماشومان او حيوانات هم خپل بچيان نشي ساتلى او ضايع کوي يې.

ښاغلى ميرکى وايي چې ددغو وسلو د استعمال له امله د افغانستان دوه پر درې برخه د اوسېدو وړ نه ده او تر څو چې دا ځمکه وي اثرات به يې هم باقي وي. د نوموړي په وينا چې، ٢٣٨ ډوله يورانيوم څلورنيم مليارده کاله وخت غواړي چې اغيزې يې نيمايي را کمې شي.

دغه راز يو بل افغان شنونکى محمد امين لشکري هم وايي چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې سپين فاسفورس استعمال کړي دي او دوى له دې وړاندې هم د عراق په فلوجه ښار کې د ٢٠٠٤ کال په نومبر کې سپين فاسفورس په پراخه کچه کارولي وو.

سپين فاسفورس دا خاصيت لري چې په هر ځاى کې چې اکسجن وي تر پايه سوزيږي او کله چې پر يو انسان هم استعمال شي تر پايه يې سوزوي. نوموړي له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د څېړنو له مخې ددې اغيزې آن په جاپان کې د استعمال شوو اټوم بمونو له اغيزو زياتې دي.

نوموړى زياتوي چې دا ډول مواد په افغانستان کې هم په پراخه کچه استعمال شوي : (( د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې چې کله استعمال شول کاناډايي ورځپاڼې سټار په دې اړه رپوټ ورکړ او دا مسئله وروسته افغان ډاکټرانو هم تايد کړه. دغه راز په کاپيسا کې هم سپين فاسفورس استعمال شول او له دې امله يوه سوزېدلې ١٤ کلنه نجلۍ بګرام ته د تداوۍ لپاره يووړل شوه چې وروسته د درملنې په وخت کې ددې د غوږ تر شا د فاسفورس ټوټه پاتې وه چې کله له اکسجن سره په تماس کې شوه اور يې واخيست او ډاکټران يې حيران کړل.))

خو داود ميرکى وايي چې په يورانيوم لرونکو بمونو او وسلو او سپين فاسفورس سربيره امريکايي ځواکونو په افغانستان کې نورې ممنوعه وسلې لکه مايکروويو وسلې چې د استعمال په وخت کې انسان پړسوي او دغه راز انرژي بمونه هم استعمال کړي دي چې ښکاره بېلګې يې په ميدان، قلات، کندهار او کونړ کې ليدل شوي دي.

داودد ميرکى وايي چې دا يو بين المللي جنايت دى، چې ورته ټول وژنه يا ټولنيز مرګ ويلى شو چې تر ډېره به دوام کوي او دا ډول اعمال د نړۍ په هيڅ قانون کې جواز نه لري.

ښاغلى داود ميرکى وايي چې پرله پسې مې هڅې کړي، څو دا خبرې په رسنيو کې وکړم او يايې دولتي چارواکو ته ورسوم خو له پرله پسې هڅو سره سره بريالى شوى نه يم.

موږ هم هڅه وکړه چې په دې اړه د دولتي چارواکو او يا دولتي ويندويانو نظر تر لاسه کړو خو بريالي نشوو..

سرنوشت ورځپاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د