افغانستان

امریکا د افغان ځواکونو له پراختیا سره موافقه نه ده

ana_training د امریکا متحد ایالتونه د لسګونو زرو افغان امنیتي ځواکونو د روزلو د نوي پلان له تصویبولو ډډه کوي ځکه چې د دغو ځواکونو د روزنې د لګښت او په عین حال کې د هغو د کیفیت له درکه اندېښمن دي.
په کابل کې افغان او بهرني مقامات تمه لري چې د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به افغان ځواکونه چې مخکې په پام کې وه د روان مالي کال ترپایه (اکتوبر) یې شمېر ۳۰۵۰۰۰ ته ورسېږي، د ۲۰۱۲ ع کال په اکتوبر کې ۳۷۸۰۰۰ ته ورسېږي.

خو د سپینې ماڼۍ یوه مقام، په دې شرط چې نوم به یې نه څرګندېږي، روانه اوونۍ وویل چې سپینه ماڼۍ حاضره نه ده چې د افغان ځواکونو د شمېر د زیاتولو پلان ژر تایید کړي.
د اوباما حکومت هڅه کوي چې لګښتونه او د بودجې کسر کم کړي او په عین حال کې په لسګونو زره افغان پولیس او عسکر وروزي چې د طالبانو په وړاندې د جګړې مسوولیت ورله غاړې کړي.
امریکا د افغان امنیتي ځواکونو پر روزلو او په وسلو د هغو پر سمبالولو تر ۲۹ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي چې دا له ۲۰۰۱ څخه چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم پرزول شوی دی له دغه هیواد سره د ټولو شویو مرستو نیمايي ته رسېږي.
امریکا یوازې د روان مالي کال لپاره نهه ملیارډ ډالره ځانګړي کړي دي.اوس د افغان پولیسو او ملي اردو د ځواکونو شمېر۲۶۶۰۰۰ ته رسېږي، خو هلې ځلې روانې دي چې نور ځواکونه هم استخدام شي.
تېره اوونۍ د افغانستان دفاع وزیر وویل ، د دې لپاره چې افغانان د ۲۰۱۴ ع کال ترپایه پوري د خپل هیواد د ټولو امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي، پکار ده چې د افغان امنیتي خواکونو شمېر څلور لکو ته ورسېږي.
سږنی کال (۲۰۱۱) به د افغانستان لپاره خورا حساس کال وي ځکه چې په همدې کال کې امریکا او د دغه هیواد نور متحدان د پخوا په اپوټه،چې افغانستان ته به یې پر له پسې نور او نور عسکر لېږل، له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو پیل کوي.

تاند(جمعه/جنوري۲۱)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x