نوی حکومت ولي نوې کابینه نه اعلانوي؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د نوي حکومت له جوړېدو تقریباً یوه میاشت تیریږي، چې لاهم د هغه نوې کابینه نه ده اعلان شوې.

د حکومت تر جوړېدو له مخه شپږ میاشتنۍ ټاکنیزې لانجې وار له مخه ډیرې اداري ستونزې را پیدا کړې وي او په اکثرو دولتي ادارو کې کارونه په ټپه ولاړ وو .

اداري فساد چې د پخوانۍ ادارې له تأسیس سره په افغانستان کې ترویج او عام شوی و، د ټاکنیزې لانجې پر مهال تر ټولو لوړې کچې ته ورسید … اوس چې نوی حکومت اعلان شوی د ولس لومړنۍ هیله دا ده، چې په حکومتي ارګانونو کې اداري بهیر فعال شي، ترڅو د خلګو ستونزې کمې او د اداري فساد مخنیوی وشي.

خو له ډېره بده مرغه، چې د ولسي ارزوګانو او هیلو برخلاف د نوي حکومت چارواکي هم په خپلو منځو کې په داسې چنو وهلو لګیا دي، چې له مخې یې یواځې د دوی شخصي ګټې په پام کې نیول شوې.

هغوی هم د شپږ میاشتني انتخاباتي کړکېچ پر مهال او هم اوس په خپل منځ کې د واک او چوکیو ویشلو پر سر سره مصروف او خبره یې دې مرحلې ته رسیدلې، چې ښايي د نوې کابینې اعلانول هم ډیروخت ونیسي.

همدا اوس داسې ګونګوسې دي، چې د واک او چوکیو د ویش پر سر د نوي حکومت د رقیبو خواوو ترمنځ سخت اختلافات موجود دي، چې له امله یې د نوې کابینې اعلانول هم ځنډولي.

د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په حقیقت کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د هغو پخوانیو لسو کاندیدتورانو او د هغوی د مرستیالانو ښیندلې مجموعه ده ،چې د دولتي واک د تقسیم پر سر د جان کیري په وصایت د ملي یووالي حکومت تر نامه لاندې سره را ټول شول.

اوس ستونزه دا ده، چې د غه را ټول شوي کسان هر یو تر خپل تنظیمي ، سیاسي او پوځي ثقل زیات په نوې کابینه کې د خپل سهم غوښتنه کو،ي چې دا کار د نوې کابینې د ځنډېدو لامل شوی دی.

که په نوې کابینه کې د هرکاندید او د هغه د دوو مرستیالانو لپاره یو یو وزارت هم په پام کې ونیول شي، بیا هم د نوي حکومت د ټولو ایتلافي غړیو رضایت او قناعت نشي تر لاسه کیدای .

ځکه د ملي یووالي په حکومت کې ځیني داسې غړی هم شته، چې همدا اوس دخپل ځان لپاره په دریو وزارتونو هم قناعت نه لري، که د حکومت مشر د هر ایتلافي غړي لپاره درې-  درې وزارتونه ورکول وغواړي؛ نو بیا دا ورته په کار ده، چې لومړی دیوه فوق العاده فرمان له مخې د کابینې په تشکیل کې د اجرائیه پوست په څیر څو نوي وزارتونه احداث او منظور کړي ، ترڅو د ایتلافي حکومت ټولو غړیو ته د هغوی له غوښتنې سره سم د دوی مطلوب شمېر وزارتونه ورسېږي.

لکه څرنګه چې د ملي یووالي په نوم حکومت د تنظمي او ګروهي مصالحو پر اساس تشکیل شوی، هماغه شان به راتلونکي کابینه هم د دغه حکومت د غړیو ترمنځ د واک د ویش د مصلحتونو پر اساس جوړیږي، چې یواځینی هدف به یې شخصي او تنظمي مصالح وي نه ملي او ولسي مفادات .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اداره دست نشانده کابینه اجیر را بخاطری اعلان کرده نمیتواند چون وزیران و والیان را هم مانند رئیس دست نشانده امریکا انتصاب می نمائید و اشغالگران اشخاصی را انتصاب میکنند که جوهر مردی نداشته باشند غلام بچه باشند و در قدیم ها غلام بچه های ارگ را خصی میکردند و برای معاینات طبی شان به وقت ضرورت است .

Malim
میلمه
Malim

هههه دا وګوره کدیر مامد

کوشش کوی په دری ولیکی هغه هم ورڅخه پښتو شوی

په هر حال د فاسدو او ټالیب فکره اشخاصو د تصفیی څخه ورسته به اعلان شی

خصوصا راتلونکی چهارشنبه به انشا الله د یوی نوی اوی مسلکی افغان کابینی لیدونکی یاست

او د ټالیب او د هغه د پلار پاکستان او نیکه امریکا او کاکا ایران مخ به بیا هم تور او خوله له خاورو ډکه شی