له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د لسګونو پولیسو معاش نه دی ورکول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم ۴مه، ۱۳۹۳ل): لسګونه پولیسو نن په کابل کې د ملي شورا د ودانۍ مخ ته را ټول شوي ول او د هغو معاشونو د ورکړې غوښتنه یې کوله، چې په وینا یې کورنیو چارو وزارت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پرې بند کړي او نه یې دي ورکړي.

د کابل – ننګرهار په لویه لار د اکمالاتي موټرو د امنیت نیونکو پولیسو ، چې شمېر یې شاوخوا ۶۰ تنو ته رسېده، نن په کابل کې د ملي شورا ته مظاهره وکړه او له وکیلانو او سناتورانو یې وغوښتل، چې د دوی د معاشونو د ورکړې په اړه اقدام وکړي.

مظاهره چیانو پولیسو ګواښ وکړ، چې که د دوی معاشونه له دې وروسته پر وخت خپل ورنکړل شي، نو دوی به طالبانو ته تسلیم شي.

یوه تن وویل : « بچیان مو له لوږې مړه شول، کورنیو چارو وزارت مو له شپږو میاشتو راهیسې معاشات نه دي راکړي، موږ ټول تقریبا ۲۰۰ پولیس یوو، وزارت مو یوازې اکمالات را کړي او بس.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د مظاهره چیانو شکایت پر ځای بولي؛ خو په دې اړه چې ولي يې دومره ډېره موده دا معاشات ځنډولي ، څه یې ونه ویل او یوازې دومره یې وویل، چې ښايي په نیږدې راتلونکي کې دې ستونزې ته پاملرنه وشي.

د کابل ننګرهار د لویې لارې ډېری موټر چلوونکي په ځانګړې توګه د بار وړونکو او لویو موټرو چلوونکي وخت نا وخت د پولیسو له ناسم چلنده سر ټکوي. دوی وایي، هر وخت په دې لاره ځورول کېږي او زیاتوي، چې پولیس ترې په ناقانونه توګه او په وچ زور پیسې غواړي او که یې ورنکړي، نو وهي او سپکوي یې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د