افغانستان

ايتلافي ځواکونو د ارغنداب یو کلی په ۲۵ ټنه بمونو پوپناه کړی

arghandab_bombar د استرالیا ډیلي مېل ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د یوه کلي عکسونه چاپ کړي او ویلي یې دي چې پر دغه کلي ايتلافي ځواکونو پنځه ویشت(۲۵) ټنه بمونه غورځولي دي.
ورځپاڼه کلی تر بمبارۍ وړاندې او وروسته ښيي او د افغانانو د زړونو د خپلولو لپاره د نړیوالو ځواکونو د هلوځلو ادعا ترپوښتنې لاندې راولي.

ډیلي مېل وايي چې په ارغنداب کې د تاروک کولچې کلی وروسته له دې یومخ له منځه لاړ چې د ډګرجنرال ډیویډ فلاین تر قوماندې لاندې عملیات په دې کلي ترسره شول.
راپور وايی چې طالبانو په دې کلي کې مورچه نیولې وه او له ايتلافي ځواکونو سره یې جګړې ته دوام ورکاوه.خو وروسته چې د دې کلي د نیولو لپاره دوې حملې وشوې او سره له دې چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې واوښتې، د ډګرجنرال فلاین تر قوماندې لاندې ځواکونه وبېرېدل چې د کلي د نیولو لپاره د هغه د انارو باغونو ته ننوځي.
د دې بمبارۍ د دقیق وخت او احتمالي تلفاتو په باب ډیلي مېل څه نه دي ویلي. دغه راز یې دې ته هم اشاره نه ده کړې چې د بمبارۍ په وخت کلیوال په خپلو کورونو کې ول او که وتلي وو.
ايتلافي ځواکونو هم تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.تمه ده چې د دې خبر او د دغو عکسونو له خپرېدو وروسته به د سیمې خلک او همداراز ايتلافي ځواکونه سپیناوی وکړي.

تاند(جمعه/جنوري۲۱) {jathumbnail off}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x