شعـــــرونه

هوښيار طبيب

شاعر: سميع الدين افغاني

مينه ګرانه ده خــوږې لري ترخې هم
د هجــران هم دخــوښيو خاطرې هم

ده کيسه د يــوې پيغلې د يــو ځوان
يو جــالبه عجيبه غــونــدې داستان

ښکلی ځوان يوې  نجلۍ باندې مين وه
شپه او ورځ دپيغلې مينه کې غمجن وه

پيغلې هم پدغه ځوان وه زړه بايللی
دوئ په مينه خبر نه وه کور او کلی

ددوئ مينه وه د حــده ځينې زيــاته
د زړو راز يې معلوم نه وه وبل چا ته

مده ډيره او وختونه په دوئ تير شول
دوئ په لارکې له هرخواخنډونه ډيرشول

زوريــدل د کــور او کلي لـه دستوره
پټه مينه يــې ساتلــه لــه مجــبوره
******
پس لــه ډيــره انتظار او کــړاونــو
کـورنۍ يـې شول خبر لــدې رازونو

ددوئ دواړو کورنۍ سره جــرګه شول
د نجلۍ، هلک نجات تــه وسيله شول

د هلک او نجلۍ سوال رب ته قبول شو
پوه تدبير د کــورنيو يې اصــول شو

پس لــه ډيــرو زحمتونــو د زمــان
شول کامياب لدې ازمون نه په ښه شان

مــده پس ددوئ ښــادي شــولــه بنا
د پاک رب درته منظوريــې شوه دوعا

ډير وختونه دوئ خوشاله پــه وصلت وه
ښه روزګار او ښه ژوندون يې غنيمت وه
********
مده پس عجب حالت دوئ کې پيدا شو
ددوئ مينې ، محبت کــې خنډ پیدا شو

دا نجلۍ د خپلې خواښې نه شاکي شوه
ډيره سخته د دوئ مينځ کې دښمني شوه

ناوې فکر کې د خــواښې د قصو شوه
د هــغې  دمــرګ پــه عزم ارادو شوه

اختلاف ددوئ بــې حد بې اندازې شو
چې حاجت نــه د خبرو او ګيلې شو

ناوې لاړه کوم طبيب ته ډير هوښيار
ويل: چې خواښې مړه کوم غواړمه زهر

داسې زهر چــې يې مړه کړي هغه دم
چې يې خلاصه شمه زه يې نور له غم

طبيب ويل: چې زه ډيرښه زهر لرمه
دغــه زهــر تاته هرګز نــه درکــومه

که دا مړه شي طبيبان ترينه خبريږي
دا قضيه پــه مــا او تــا بيا تمامیږي

ښه به دا وي چې زه درکړم داسې زهر
چې د شپږ مياشتو مده کې وکړي کار

نه به څوک په تا خبر شي نه په ما
بس همــدغــه زمــا تــاتــه ده ســلا
******

نــاوې پــوه شوه پــه خبــره دطبيب
ويلې: ښه ده چې پوه نه شي کوم قريب

طبيب ورکــړ يو بــوتل پــدې عنوان
دغه زهــردي کوم چې مــا کــړلو بيان

هره ورځ بــه د بوتل يو څــو قطرې
ته د خواښې پــه خوراک کــې اچوې

شرط يـې دادي چــې په مينه او اخلاص
ښه غذا به جوړوې تــه په خپل لاس

ښه سلوک او ښه رفتار درته په کار دی
پس له شپږ مياشتو ضرور تاثير دزهردي
******
ښځې واخيسته بــوتل لاړلــه کــور ته
چې دا زهر به ورکوي دهلک مور ته

شپه او ورځ په احترام او په عزت شوه
د خپل خواښې په ستاينې او صفت شوه

ښه خـوراک او طعامونه بــه تياروه
دا د خواښې او دناوې ښه روزګاروه

مده پس دوئ سره ښه شول يو تر بله
خــواښې، نــاوې يو دبــل خبر منلــه

په هرځاي کې احترام يو بل ستايل وه
نور نو نه  کومه دعوا نه کوم رټل وه

دغه ناوې خپلې خواښې نه راضې شوه
همنشينه د خپل خــواښې صميمي شوه

تردې حــده پښمانه د خپل کــړو شوه
په تکل يــې د ژوندۍ پــاته کيدو شوه

ويــلې: څـه دا بــيګنا بــه ختمــومــه
په قيامت به خدای ته څه ځواب کومه
******
دوبــاره لاړه طبــيب تــه هــمزمــان
ويــل: بښنه درنــه غــواړم مهربــان

دغه زهر دې نيمايــې درســره واخــله
پښيمانه يم بــدۍ نــوم راتــه ماخــله

اوس دارو درځينې غواړم چې دوا شي
چې مې خواښې ها زهرات بيرته خنثی شي

اوس زمــا ورسره جـوړه ده خوښی ده
زما خواښې ماته ژوند کې خوشالي ده

درواري شم ای طبيبه لاس پکــار شه
زمـا خــواښې د نجات تــه مددګار شه
******
طبيب وويل: چې زمــا مقصد هــمدا وو
ستا فــرصت د پيښماني مــې مدعا وو

په بوتل کې بل څه نه وه تش اوبه وې
هغه وخت ته د شيطان سره هم زړه وې

خواښې مورستا د خاوند اوهم دستا ده
زمــوږ دين کــې  د انسان وژل خطا ده

کور کې وغواړه مــافي د مــور او زويه
خداي بــه وبښي هــم تــا هغو له رويه

د هوښار طبيب نسخه په داسې کار کې
ښکلي راز وه د انسان دخير په لار کې
******

ناوې زړه نه ولوی خدای ته په توبو شوه
خپل خاوند او هغه مــورته په عذرو شوه

ويــل: بښنه درنه غــواړم ګناه ګــار يم
خپل په کړو او حسادت زه شرم ساريم

خواښې ، ناوې هغه دم غــاړه غړۍ شوې
وې خوشاله چې نورخلاص له تربګنۍ شوې

ښه سلوک باندې هميش بــاور پکار دي
نيک رفتار دهر چا دوست دلارې ياردي
————————-
سميع الدين افغاني
٢٦ – ١٠ – ٢٠١٤
م ٠ کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ډیر اعلی او عبرتناک شعر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x