
کابل کې پر بهرنيو عسکرو سرتېری بريد شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): کابل کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتېری بريد شوی.
راپورونه وايي، چې نن سهار د کابل ښار ختيځ نهمې حوزې اړوند قابل بای سيمه کې يو سرتيري بريدګر د موټربم پر مټ د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتېري بريد وکړ او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د کابل امنيه قومندان جنرال ظاهر د پېښې پخلی کوي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.