نظــر

دیموکراتیک لیونیان

خلیل الله ایوبي

میالي ښه مشهورزیارت ده او هغه ناروغان چې عصبی اړو دوړ ولري یاپوره لیونیان یي نو دې زیارت ته بیول کیږي .

ملګري مې کیسه کوله وای څوکاله مخکې میالي بابازیارت ته تللی وم پدې ورځو کې زیارت ته ډیرلیونیان راوستل شوی وه په هره خوالیونیان ګرځیدل دچاکمیس نه وه دچا پرتوګ نه وه څوک په یوحال څوک په بل حال،  پدې لیونیانوکې یو دانه داسې وو چې هیڅ یې هم نه وه په تن او لڅ لغړ ګرځید زمونږ له ډلې یو ملګري همدې لیونی ته ورغږ کړل لیونی زمونږ طرف ته متوجه شو له دوهم دریم غږ سره پوی شو نو یې ځان ته ګوته ونیوه اومونږ یې هم په مطلب پوی شو لاس مو ورته وښوراوه او خپل خواته مو راوغوښت بې له ځنډه یې  زمونږ خواته حرکت راوکړلو کله چې راورسید نو زمونږ یو ملګري په اشارو او خبروسره پدې لږ پوی کړو چې ورشه څه واغونده اوځان لږ پټ کړه، لیونی هم په چرت کې لاړ له لږ فکر سوچ نه وروسته یې دتائید په توګه سروښوراوه او روان شو مونږ یو بل ته وویل لکه چې په شرم پوهیږي ته ګوره چې ځان پټوی که نه ؟  هغه وه چې له مونږ لرې کیده او شا شا ته یې راکتل چې مونږ ورته متوجه یو که نه مونږ هم لیونی ته داسې ښوده چې ورته متوجه یو دزیارت یوې خواکې زیاتې جامې پرتې وې او لیونی په همدې جامو کې اخته شو کله به یې یو کمیس پورته کړو هغه به یې خوښ نه شو بیابه یې بله جوړه راپورته کړه ښایسته ډیروخت بوخت وه په اخرکې یې یودانه واسکټ راپورته که او خوښ یې شو واسکت یې واغوست او زمونږ په طرف بیرته راروان شو مونږ ته چې کله راورسید نو لیوني چې په تن کې یې بغیرله واسکت نه بل څه نه وه وویل څنګه شو مطلب یې داوه چې اوس خومې داده ځان پټ کړو مونږ هم ورته  وویل دمورشیدې دې شه بس صحیح شو .

اوس خبره داده چې دلته یو ډلته ډیموکراتیک ځوانان چې اسلامي ارزښتونه دپښولاندې کوي که ورته ووایې چې یا الکه ځان لږ سم کړه په اسلام  او اسلامي شعائیرو ملنډې مه وهه نو اول خو داخبرې نه اوري اوکه چرته دالیوني ډمان ( ډیموکراتان ) ځواب درکړي نو ځواب به یې کټ مټ دیاد لیوني په څیروي او په ځای ددې چې خپلې کړې خبرې ته پرتوګ وکړي نو دامحترم به جګ شي او خبره به په داسې ډول سره واړوي چې هغه عذر به یې له ګناه بدتر وي په لڅ ځان به واسکت واغوندي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

په دی انځور کی چی څوک مخکی منډی وی او لیدل کیږی – نو تاسی بیا لیونی ته توهین کوی ډیر لیونیان چاته ضرر نه رسوی خو ددی د لاسه ملیونونه انسانان په عذاب شوی دی
دی او استاد ربانی ( رب وهلی ربانی) د امریکایانو نه د بمباردمان غوښتنه کوله
خدای د دوی تباه کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x