د امت لويان

د صبر لمر؛ عروة ابن زبیر رضی الله عنه- څلورمه برخه

ابوبکر احمدي

د عروة ابن زبیررضی الله عنه هغه مشر زوی چې دده سره په غه سفر کې ملګری وود پاچا د آسانو طویلي ته ددې د پاره ورغلی چې د پاچا هغه اصل آسان وویني خو هلته یوه آس د شاه په دواړو پښو په داسي سخته لغته وواهه  چې د هغې لغتي سره د عروة رضی الله عنه د زوی ژوند پای ته ورسیدی ، د عروة رضی الله عنه مشر زوی مړ سو او پلار يې د انالله واناالیه راجعون کلیمه وویل او د خپل زوی پر مرګ يې صبر وکی ، د غمجن پلار لاسونه د خپل زوی د قبر دخاورواو ګردو څخه لا نه وه پاک شوي چې دده پښه په داسي ناروغي ناروغه شوه چې په پخوانۍ عربي کې (عاکله) ورته ویل کیږي اواوس (غرغرینه) ورته وايي داداسي ناروغي ده چې په یوه اندام کې پیدا شي هغه اندام د هډوکو سره ټول توی او رژیږي اونور بدن ته سرایت پسې کوي ، نو د عروة ابن زبیر رضی الله عنه د پښې پنډۍ و پړسېده او پاړسوب يې نور هم په ډیره چابکۍ سره مخ پر زیاتیدو وو .

خلیفه د خپل مېلمه د علاج لپاره له هره ځایه طبیبان را وغوښتل او هغه يې امر کړه چې په هره طریقه او وسیله سره زما د مېلمه علاج کیږي باید علاج يې وکی مګر ټولو طبیبانو په اتفاق سره وویل چې د عروة رضی الله عنه د جوړېدود پاره بیله دې چې دده پښه د مخه تر دې پري کړل سي چې پاړسوب يې نور بدن ته ځي اودده د مرګ سبب ګرځي بله چاره نسته . داداسي ناروغي دې چې نن هم بیله دې چې د ناروغ پښه ور پرې کړي بل علاج نه لري  نو د هغه وخت په باره کې څه فکر کوی ؟

د طبیبانو دغه فیصله عروة ابن زبیر رضی الله عنه ته وویل سوه او ده بیا هم د انالله واناالیه راجعون کلیمه وویل او ویل پرې يي کړی . نو د طبیبانو ددغې فیصلې په اساس د عروة رضی الله عنه د پښې د پرېکیدلو د پاره جراح د هغو چړو سره چې غوښي په پرې کوي او د هغو ارو سره چې هډوکي په اره کوي راغلی او عروة رضی الله عنه ته يې وویل : زما فکر تاته باید څه داسي مسکر شراب غوندي نشه کوونکی شی درکړو چې د غه د پښې د پرېکولو په دردپوه نه سې .

عروة رضی الله عنه وویل دا ډیر لري کار دی زه د هغه صحت او عافیت د پاره چې زه يي امید لرم په حرام شي سره کومک نه غواړم . جراح وویل :نو به څه مخدر لکه چرس او تریاک درکړو ؟

عروة رضی الله عنه وویل : زما دا نه ده خوښه چې زما د اندامو څخه دي یو اندام پرې سي او زه دي د هغه په درد نه سم پوه بلکه ددغه درد په حسولو سره زه دالله جل جلاله رضا غواړم  یا ددغه درد په بدل کې زه دالله جل جلاله اجر او ثواب غواړم .

څرنګه چې عروة رضی الله عنه د شرابو د چښلو او د مخدر د خوړولو څخه منع وکړل نو جراح ووتی او د هغې خوا يې څو نفره قوي ځوانان ورسره راوستل کله چې ځوانان د عروة رضی الله عنه طرف ته ورنژدي شول  عروة رضی الله عنه وویل : دا څوک دي او څه کوي؟ ورته وویل سوه دا ددي لپاره راوستل شوي دي چې تا ونیسي ، ښايي چې د پرېکولو په وخت کې د درد له شدته او سختیو پښه کش کړې او دغه کار تاته ضرر لري ، ښايي چې پر غلط ځای پښه پري کړل شي .

عروة رضی الله عنه وویل : دوی ته ضرورت نسته ، دوی لري کړی او دا زما امید دی چژ ددوی پر ځای به موزه په ذکر او تسبیح ویلو له دوی څخه فارغ کړم .

عجېبه خبره ده جراحي عملیات ، د پښې پرېکیدل بیله نشه کولو کیږي . موږ او تاسي یو غاښ بيله نشې نه سو کښلای خو عروة رضی الله عنه خپله پښه بیله نشې پرې کوي … خیر … جراح ور د مخه سو اول يې په هغه خاصو چړو د پاړسوب تر ځای لوړ دپښې د غوښو په پرې کولو شروع وکړه ځکه باید پښه له هغه ځای څخه پرې شي چې مرض نه وي ور رسېدلی او عروة رضی الله عنه له ځان سره تحلیل وايي ((لااله الاالله والله اکبر)) تاسي فکر وکی انسان زخمي کیږي بلکه په چړو پرې کیږي او دی چپه خوله او صبر کوونکی وي او دغه وايي ((لااله الاالله والله اکبر)) کله چې جراح ټولي غوښي پرې کړې او هډوکي ته ورسیدی عروة رضی الله عنه چپه خوله دی فقط تحلیل او تکبیر وايي او د زخم څخه يې ویني را بهیږي . جراح اره ورته ونیول او دپښې پاته غوښي او هډوکی په اره سره اره کوي خو عروة رضی الله عنه بیا هم په دغه وخت کې لااله الاالله والله اکبر وايي ، جراح په خپل اره کولو مشغول دی او عروة رضی الله عنه  د خپل تحلیل او تکبیر په ویلو مشغول دی تر څو چې د عروة رضی الله عنه پونډۍ پوره پرې سوه او ویني پواره غوندي را تویږي ، اوس باید د وینو بهېدل ډیر ژر ودرول سي او په هغه وختو کې د زیاتي ویني یا شدیدي ویني د درولو دپاره یوه طریقه موجوده وه بله لار او چاره نه وه ورته معلومه هغه دا چې غوړي به يي سره کړل او دغه د وینو د بهیدلو ځای به يې په هغه سره کړو غړو کې ایښاوه یابه يي په غوټه کاوه نو هغه سره کړو غوړو به اعصاب او شریانونه ټول وسووځل د هغو خولې به بندي سوې اووینه به ودرېدل . اوس جراح په یوه دېګ کې سره کړي غوړي راوړل او د عروة رضی الله عنه زخمي پښه يا دپنډۍ پاته حصه يې په دغه سره کړو غوړو کې ددې د پاره غوټه کړل چې د وینو بهېدل ودریږي او زخم سره را ټول سي .

سبحان الله تاسي ته معلومه ده چې درد دی او انسان انسان دی .

په دغه وخت کې عروة رضی الله عنه په اوږده بې هوشي سره بې هوشه سو

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

الله اکبر

باور وکړی چی د یوډاکتر په صفت ددی درد لږ احساس ددی کیسی په ویلو سره ما وکړ

څنګه کولای شو چی دا کیسه په مکمله توګه ډاونلود کړو ( ددی کیسی ټولی برخی)

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x