افغانستان

د لينډا نارګرو په ټېلېفون اخيستل شوي عکسونه خپاره شول

mujahid_konarد ګارډين ورځپاڼې نن په يوه راپور کې هغه انځورونه خپاره کړل چې په افغانستان کې د وژل شوې بريتانيايۍ له ګرځنده ټيلفون څخه را ايستل شوي دي .
ګارډين ليکلي لينډا نارګرو پخپل ای فون باندې شل عکسونه او يوه لنډه ويډيو ډکه کړې وه.
د دوی په وينا عکسونه د هغو کسانو دي چې باور کېږي دا يې تښتولې وه او په ويډيو کې هغه صحنې ښوول کېږي چې دا يې غره ته روانه کړې ده .
خو له دغو شلو عکسونو څخه يوازې درې ګارډين ته ورکړل شوي.
دا د هغو دريو شلو عکسونو له ډلې څخه يو عکس دی چې د مېرمن لينډا ګرو له ټېلېفون څخه را ايستل شوي دي.
دغه پرمختګ له هغه وروسته وشو چې د اغلې نارګرو ګرځنډه ټېلېفون (ای فون) او د هغې جامې د نوموړې کورنۍ ته و سپارل شوې .
لينډا ګرو په افغانستان کې له يوې مرستندويې ادارې سره کار کاوه ، چې تېرکال کې د سپټمبر پر 26 مه، په کونړ کې و تښتول شوه .
دا د تېر کال د اکتوبر پر نهمه ظاهرا د امريکايي او بريتانيايي ځواکونو له لوري د ژغورنې د عملياتو په پايله کې ووژل شوه.
د نارګرو تر وژنې وروسته خپله د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامېرن وويل نارګرو کېدای شي د کوم بهرني سرتېري له لوري د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوې وي .
ښاغلي کامېرن د ژغورنې د شويو عملياتو ننګه وکړه او ويې ويل دده حکومت تر هغه وروسته د عملياتو اجازه ورکړه چې پوه شول د نارګرو ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ دی .
په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو هم په دې اړه پلټنې پيل کړې وې خو تر اوسه پورې يې کره پايله نه ده جوته شوې.

بي بي سي پښتو ډاټ کام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x