افغانستان

د هرات پوهنتون محصلينو د ايکسپريس ورځپاڼې پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولايت ګڼ شمېر محصلينو د کابل ايکسپريس ورځپاڼه کې د اسلام مبارک دين ته د سپکاوي پر ضد لاريون وکړ او د نوموړې وځپاڼې د بندولو او مسؤولينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د افغان حکومت تر څارنې لاندې يو شمېر کړيو د بيان د ازادۍ پر نوم د اسلام د مقدس دين سپکاوی پيل کړی دی.

د هرات پوهنتون محصلينو وويل، چې د بيان د ازادۍ په نوم د اسلام او زموږ د مقدساتو توهين روان دی او دا کار د ګردې نړۍ په ګډون د افغانستان مسلمان ولس ته توهين دی او غواړي، چې له دې لارې د افغانستان د خلکو غيرت او دين تر پوښتنې لاندې راولي.

د يادونې وړ ده، چې کابل ايکسپريس انګريزي ورځپاڼه کې د خپرې شوې مقالې پر ضد د کابل، ننګرهار او نورو پوهنتونو په ګډون د هېواد ګوټ ګوټ کې پراخ لاريونونه او مظاهرې وشوې او له دولته يې وغوښتل، چې دغه ورځپاڼه بنده او چارواکي يې محاکمه کړي.

تر دې وړاندې دبهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې هم د کابل په عیدګاه جومات کې پراخه اعتراضیه ناسته وکړه او پر دولتي چارواکو يې د افغانستان ایکسپریس ورځپانې د غړو د محاکمې غږ وکړ.

د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې د تلې میاشتې په درویشتمه پخپله ۴۵۱مه ګڼه کې اسلامي ارزښتونو ته توهین کوونکې مقاله خپره کړې وه چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې يې توند غبرګونونه راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x