افغانستان

ډاکټر عبدالله: د قانون پلي کول، ستونزو ته اوږه ورکول دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرایوي رئیس د مېرمنو د مدني ټولنو له غړو سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې د قانون پلي کول ستونزې لري او په خبره يې د قانون په پلي کېدو سره باید ستونزو ته اوږه ورکړل شي.

نوموړي په داسې حال کې پورته څرګندونې وکړي چې د تېر حکومت په وړاندې هم د قانون نه پلي کېدل ستره ننګونه ګڼل کېده.

ویل کېږي د قانون د پلي کېدو په مخ کې اداري فساد، مافیايي کړۍ او زورواکي ستر خنډونه دي، چې تېره دولتي دوره يې هم شاهده ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله د یادو غړو سره په خبرو کې وویل چې دوی به د ښځو د پرمختګونو او حقونو په برخه کې د تېر دولت اېښودل شوي بنسټونه لا پراخ کړي.

عام وګړي هم له تېره او اوسني دولته د قانون په پلي کېدلو کې تر اوسه ناخوښه برېښي او ډېری يې پر دې اند دی چې په هېواد کې قانون د زورواکو او چارواکو لپاره یو پر کاغذ لیکلی متن دی، خو د خوارانو او بې کسو په وړاندې یې بیا پلي کول اړین دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حاجي عبدالله وايي چې دولت د قانون په پلي کولو کې ځکه څه نه شي کولای چې خپلې شخصي ګټې يې تر پښو لاندې کېږي.

هغه وویل: «که د قانون د پلي کولو خبره شي، نو په اوسني دولت کې ټول غله، چپاولګر او رشوت خواره باید د محاکمې مېز ته راکش شي.»

د حاجي عبدالله په خبره که اوسنی دولت د قانون پلي کول غواړي نو لومړی يې باید له ارګه راپیل کړي او له هغه چانه دي پوښتنه وکړي چې د ارګ فرشونه يې هم وړي دي.

د کابل پوهنتو د حقوقو او سیاسي علومو فارغ التحصیل او د «عدالت درالوکاله» مسوول سید روح الله روفي وايي چې د اوسني دولت د قانون د پلي کېدو نیمګړتیا د کابلبانک په قضیه کې ښه معلومه شوه.

هغه وړاندې وویل: «نه یواځې د کابلبانک قضیه، بلکې په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د دوسیو څېړلو اړوند د اشرف غني پټکې هم بې پایلې شوې.»

د نوموړي په خبر د اشرف غني هغه خبره چې په یوه اوونۍ کې يې د څرخي پله د زندانیانو د ټولو دوسیو د ورسپارلو امر کړی و، پخپله یو فرمان دی چې لاهم نه دی پلي شوی.

د ګډ حکومت اجرایوي رئس په داسې وخت کې د قانون د پلي کېدو خنډونه په ګوته کوي چې د نوموړي لپاره د اجرايوي ریاست پوسټ په اوسني قانون کې نشته او ټاکل شوې ده د مشورتي جرګې له راغوښتلو وروسته ورته قانوني حیثیت ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x